له ارشیف څخه: یو افغان کډوال د صربستان پلازمېنې بلګراد کې. کرېډېټ: رویترز، ډسمبر ۲۰۱۹
له ارشیف څخه: یو افغان کډوال د صربستان پلازمېنې بلګراد کې. کرېډېټ: رویترز، ډسمبر ۲۰۱۹

د نړۍ اکثرو هیوادونو د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره ځانګړي تدابیر نیولي دي. صربستان یو له هغو هیوادونو دی چې له څو اونیو راهیسې قرنطین شوی. افغان مهاجر محبت ځاځی چې د صربستان په اداشیفچي کمپ کې ژوند کوي د خپلو سترګو لیدلی حال بیانوي.

«نوم مې محبت ځاځی دی. ۲۴ کلن یم او د افغانستان د پکتیا ولایت اصلي اوسېدونکي یم. واده مې کړی او دوه ماشومان لرم. کورنۍ مې په افغانستان کې ژوند کوي خو زه له نږدې شپږو میاشتو راهیسې د صربستان په یو کمپ کې اوسېږم چې کروېشیا پولې ته نږدې موقعیت لري.

ما نږدې ۱۱ میاشتې مخکې د اروپا په لور خپل سفر پیل کړ. لومړی پاکستان ته لاړم او بیا ایران، ترکیې، یونان او مقدونیې ته. له مقدونیې څخه مې بالاخره ځان صربستان ته ورساوه.

دغه کمپ کې زما په څېر ګڼ شمېر افغانان ایسار پاتې دي. که څه هم له موږ سره د کمپ د چارواکو چلند ښه دی، خو موږ دلته له ستونزو سره هم مخ یو او ستړي شوي یو.

کمپ کې ځینې کډوال تر لویو خیمو لاندې ژوند کوي. خو هغه کسان چې له اوږدې مودې راهیسې په کمپ کې دي، هغوی ته په کوټو کې ځای ورکول کېږي. زه اوس په یوه کوټه کې له نورو کډوالو سره ژوند کوم.

موږ ته د ورځې له خوا درې ځله ډوډۍ ورکول کېږي. خو د کمپ اوسېدونکي د خوړو د کیفیت څخه راضي نه دي.

تر دې دمخه مې څو ځله کروېشیا او هنګري ته د تلو هڅې کړې، خو پولیسو ونیولم او صربستان ته یې بېرته وشړلم. د کروېشیا پولیسو له کډوالو سره تاوتریخجن چلند کوي او د دوی ټول شیان اخلي.

څوک له کمپه وتلی نه شي

صربستان د نورو هیوادونو په څېر له ۲۰ ورځو راهیسې قرنطین شوی دی. اوس هېڅوک له کوره د وتلو اجازه نه لري. موږ هم د نورو په څېر کمپ کې ایسار پاتي یو.

د بندیزونو تر لګېدو وروسته د صربستان سرتېرو د کمپ مخ ته خیمه ودروله او تر اوسه پورې ګزمه کوي. دوی نه پرېږدي چې څوک له کمپه ووځي.

خو د قرنطین له کبله کمپ کې وضعیت یو څه پیچلی شوی دی. تر دې مخکې صربیایي چارواکو له مهاجرو سره په میاشت کې د ۳۰ یورو په ارزښت مالي مرسته کوله. اوس دغه نغدې مرسته هم بنده شوې ده.

دغه حالت د کډوالو پر ژوند ناوړه اغېز کړی. د همدې کبله اوس په ورځ کې درې څلور ځله د کډوالو ترمنځ شخړې جوړېږي، په ځانګړې توګه د افغانانو ترمنځ. دوی کله د خوړو او کله د خیمو پر سر شخړه کوي.

بله ستونزه دا چې ځینې مهاجر په نشه یي توکو روږدي دي. خو اوس چې څوک له هغوی سره مالي مرسته نه کوي، دوی د نشه یي توکو د اخیستلو پیسې نه لري. نو ځکه شخړه کوي.

زه هیله لرم چې دغه وضعیت ډېر ژر پای ته ورسېږي او موږ له صربستان څخه ووځو.

څه باید وکړو او چېرته باید لاړ شو؟

زه له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوم چې افغان مهاجرو ته پام وکړي. دوی خپل هیواد پرېښودلی ځکه چې هلته وضعیت خراب و.

خو اوس اروپایي هیوادونو هم خپلې پولې تړلې او مهاجرو ته په خپلو خاورو کې د داخلېدو اجازه نه ورکوي. کروېشیا زموږ له منلو څخه ډډه کوي، هنګري زموږ له منلو څخه ډډه کوي، ټولو هیوادونو د مهاجرو سره خپلې مرستې بندې کړې دي. 

موږ څه باید وکړو او بالاخره چېرته باید لاړ شو؟ »