محمد تحسين بېک دمګړی د پيزا په ريستورانت کي کار کوي
محمد تحسين بېک دمګړی د پيزا په ريستورانت کي کار کوي

سوريايي ځوان محمد تحسين بېک له پنځو کالو راهيسي په آلمان کي مهاجر دی. نوموړی په ۲۰۱۵ کال د هغه د پلار له خوا هڅول سوی ؤ چي آلمان ته هجرت وکړي. ايا هغه اوس آلمان کي خوښ دی؟

کله چي په ۲۰۱۵ کال و آلمان ته په زښت زيات شمېر مهاجر ورسېدل نو د آلمان لومړۍ وزير انګېلا مېرکل هغه وخت وويل چي: «موږ به ورڅخه بريالي ووزود هغې له دغې جملې ويلو څخه پنځه کاله وروسته هغه سوريايي ځوان مهاجر چي په ۲۰۱۵ کال و آلمان ته تر رارسېدو وروسته د رسنيو له خوا او اوس بيا پوښتل سوی دی، څه وايي؟

 دغه ځوان محمد تحسين بېک نوميږي. هغه وايي: «هر څه اعلی نه دي خو زه بيا هم خوشال انسان يمنوموړي دا څرګندونې د آلماني خبري آژانس ژورنالست پېتر شونکه ته په ۲۰۲۰ کال وکړې. نوموړي د دغه آژانس سره په ۲۰۱۵ کال هم مرکه کړې وه، کله چي تازه آلمان ته رارسېدلی ؤ.

 د آلمان د (ntv) خصوصي تلويزيوني چينل د هغه وخت د راپور له مخي محمد تحسين بېک چي کله آلمان ته راغلی نو لومړۍ آلمانۍ جمله چي هغه زده کړه، هغه (Alles in Ordnung) يعني «هر څه ښه دي» جمله وه. نوموړي هغه وخت خبريالانو ته ويلي ول چي ډېر هيله من دی.

 نوموړي له هجرت څخه مخکي په پلازمېنه دمشق کي په پوهنتون کي د اقتصاد تحصيل کاوه. نوموړي و آلمان ته د رارسېدو وروسته ويلي ول چي په شتوتګارت ښار کي يې يو د تره زوی ژوند کوي او دا چي غواړي هلته ولاړ سي او هلته خپل تحصيل ته هم ادامه ورکړي.

 خو پنځه کاله وروسته محمد صرف په دې توانېدلی چي د آلماني ژبي د (B2) درجې بريليک په لاس راوړي. خو د آلمان په پوهنتونونو کي د داخلې له پاره صرف دغه بريليک کفايت نه کوي. نوموړی اوس دې ته په انتظار دی چي ايا د سوريې تعليمي اسناد به يې ومنل سي چي دی د فارماسي يا برېښنا په ډګر کي حرفوي زدکړي پېل کړي که نه. خو تر اوسه لا د هغه د سوريې تعليمي اسناد نه دي په رسميت پېژندل سوي.د ۲۰۱۵ کال انځور کله چي تحسين بېک تازه آلمان ته رسېدلی ؤ| Photo: Peter Zschunke / dpa

 د پوهنتون نامراده ارمان

 بېک د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي دا خبره سخته ګرانه او زهيرونکې وته تماميږي چي نه سي کولای خپل تحصيل ته ادامه ورکړي. هغه وايي: «ما هيله لرله چي زيات څه په لاس راوړمياد سازمان پنځه کاله تر مخه د هغه د مهاجرت د سفر په هکله ليکلي ول چي نورو ټولو هغو کيسو ته ورته وه لکه و آلمان ته د راتلونکو اکثرو مهاجرو په هکله بيانيږي.

 بېک دمګړی په آلمان کي د پيزا په يو ريستورانت کي کار کوي او غواړي چي يو مقدار پيسې وسپموي تر څو په آلمان کي د موټر چلولو جواز يا لايسنس ترلاسه کړي.

 محمد تحسين بېک دمګړی ۲۵کلن دی. هغه وايي کله چي له سوريې څخه وتی نو پوه ؤ چي «بيا به هيڅکله هم خپل مور او پلار» ونه ويني. په رشتيا هم د هغه پلار تېر کال په سوريه کي ومړ. بېک ته په آلمان کي د دويمي درجې قبولي ورکول سوې ده او نه سياسي پناه. د بشپړه قبولۍ نه لرل هم د دغه ځوان له پاره يوه لويه د اندېښنې وړ خبره ده. هغه په مايوسه توګه وايي: «که زما په پلرني هيواد کي راته لوی ګواښ نه وای متوجه، نو ما به هيڅکله هم آلمان ته هجرت نه وای کړی

 نوموړي د هجرت پر وخت له سوريې څخه لبنان، بيا ترکيې او بيا د قاچاق وړونکو د کښتۍ په مرسته يونان ته سفر وکړ او له هغه ځای څخه د بالکان مسير له لاري پر مقدونيې، سربستان، هنګري او اُتريش تېرېدلو وروسته آلمان ته ورسېد. نوموړي ته په آلمان کي په لومړي ځل په مونشن کي د ښه راغلاست په کمپ کي ځای ورکول سو او له هغه وروسته د راينلاند پلاتينات د کوسل و يو کږدۍ لرونکي کمپ ته ولېږدول سو. دغه سيمه د آلمان کايزرس لاوتن ښار ته نژدې ده. د آلمان خبري آژانس د خبر له مخي هغه د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر په ۳يمه خپل سفر پېل کړی ؤ او د سپتمبر په ۱۲مه نېټه آلمان ته ورسېد.

 و حرفوي زدکړو ته غوښتنليک

 محمد تحسين بيک په تريير ښار کي په اړونده اداره کي غوښتنليک جمع کړی چي ورته حرفوي زدکړو د پېل کولو اجازه ورکول سي. خو د هغه دغه غوښتنليک لا تر پروسې لاندي دی. نوموړی چي غوښتل يې و شتوتګارت و خپل د تره زوی ته ولاړ سي، و شتوتګارت ته په تلو هم نه دی توانېدلی.

 بېک و آلمان ته د هغه د رارسېدو د لومړيو ورځو په هکله وايي چي په زښته زياته اندازه يې ښه راغلاست خوښ سو. د نوموړي په وينا هغه مهرباني چي هغه وخت يې احساس کړه، د ده زړه يې ور باغ باغ کړ. نوموړی وايي چي د آلماني ژبي جلمې ورته له آهنګ څخه ډکي په غوږ ورتلې.

 د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي په داسي حال کي چي هغه د کوسل په کمپ کي په څو منزله چپرکټ کي شپې کولې، هغه پر يوټيوب د آلماني ژبي زدکړه پېل کړه. نوموړي د آلمانيانو سره تمرين کاوه او وروسته يې په آلمان کي په وړاندي کېدونکو د ادغام کورسونو کي برخه واخيسته.

 په آلمان کي د بېک د ژوند لويه برخه انتظار نيولې ده. لومړی دا انتظار چي په يو کمپ کي ورته ځای ورکول سي، بيا انتظار چي په راينلند پلاتينات کي ځای پيدا کړي او اوس د تريير ښار چارواکو ته له لسو اونيو راهيسي په انتظار دی چي د حرفوي زدکړو د پېل کولو اجازه ورڅخه ترلاسه کړي.

 روښان راتلونکی؟

 د بېک د اوسنيو اسنادو له مخي هغه په آلمان کي د روان عيسوي کال تر ۱۷ اکتوبر پوري د پاته کېدو اجازه لري. خو هغه وايي چي نه غواړي ناهيلي سي. هيله هغه څه دي چي په مرسته يې نوموړي تېر پنځه کاله تېر کړي دي. هغه وايي: «تاسو چي زما اسنادو ته هر نوم ورکوی، ورکولای یې سئ، خو مهمه خبره دا ده چي زه دلته يم

 که څه چي بېک په خپلې مور پسي ديغ دی خو هغه د آلماني چارواکو، مرستندويانو او په همدې شان د آلماني او عربي ملګرو ډېر مشکور هم دی چي په وينا يې ورسره زياته مرسته کړې ده. هغه وايي چي حتی منفي تجربې ورته اهميت لري او ورڅخه زدکړه يې کړېده.

 بېک وايي چي د هغه د پوهنتون د وخت يو ملګری د حکومت ضد احتجاجونو پر وخت د هغه د سترګو مخي ته په ډزو ووژل سو. هغه وايي چي تر اوسه لا دغه صحنه په خوب ويني. هغه وايي چي څومره چي يې هيلي لرلې هومره پرمختګ يې نه دی کړی، خو بيا به هم اميد وساتي او دا چي بله لاره نه ده ورته پاته بېله دې چي په ښه راتلونکي باور ولري.

 يادونه: دغه مطلب د آلمان خبري آژانس د پېتر شونکه له راپورونو اخيستل سوی دی