د سپټمبر پر ۸مه موریا کمپ کې اورلګېدنه رامنځ ته شوې. کرېډېټ: رویترز
د سپټمبر پر ۸مه موریا کمپ کې اورلګېدنه رامنځ ته شوې. کرېډېټ: رویترز

الفا* د یونان په موریا کمپ کې تر اور لګېدنې مخکې یو کانتینر کې اوسېده. هغه د پېښې په اړه د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.

«د شپې ۲۲ بجې وې. زه په خپل کانتینر کې وم چې یو غږ مې واورېد. یوناني کارکوونکو کمپ ته راغلي وو چې د کورونا ازموینې ترسره کړي، خو افغانانو یې په تاوتریخجنه توګه مخه ونیوله. دوی چیغې وهلې: "دلته کورونا ویروس نشته." بیا سرتېري سیمې ته راغلل او اوښکې بهوونکی ګاز وکاروه.

ما نه غوښتل چې د خپل کانتینر څخه ووځم ځکه چې دلته هره ورځ شخړې رامنځ ته کېږي. خو څو دقیقې وروسته مې کانتینر ته اور دننه شو. د شپې ۱۱ بجې وې. وېره مې درلوده. ما خپل وسایل او سندونه راټول کړل او له کانتینره ووتم.

بیا ولولئ: د یونان په موریا کمپ کې اورلګېدنه: «ټول کمپ ویجاړ شوی دی» 

«خلک یو خوا بل خوا تښتېدل»

له کانتینره تر وتلو وروسته مې پام شو چې وضعیت خراب دی: کانتینرونه سوځېدل، اور د خپرېدو په حال کې و او خلک یو خوا بل خوا تښتېدل.

د شپې په تیاره کې له نورو سره له کمپه ووتم. ما سره سلګونه کسان وو. په ډله کې مو ښځې او ماشومان هم ول. موخه مو دا وه چې له اور سره ځان لرې وساتو او میتلین ښار ته لاړ شو. خو تر دوو ساعتونو پیاده مزل وروسته مو د پولیسو موټرونه ولیدل چې لاره یې تړلې وه.


د شپې ۳ بجې وې او اجازه مو نه درلوده چې مخ ته لاړ شو. نن سهار همدغه ځای کې یو. خوب مو نه دی کړی او چا موږ ته خواړه او اوبه نه دي را کړې. له نیکه مرغه چې دلته یو دوکان دی او موږ خواړه ترې اخیستلی شو.

ټول کمپ ویجاړ شوی

دا یوه غمجنه پېښه ده. ټوله موریا ویجاړه شوې ده. څه به وشي؟ څو اونۍ مخکې مې مرکه درلوده. ځواب ته مې انتظار کاوه. خو اوس نه پوهېږم چې څه به وشي. ما دا چانس درلود چې خپل وسایل راټول کړم. د ځینو کسانو ټول وسایل سوځېدلي دي.

خلک ستړي شوي. موږ له میاشتو راهیسې له کمپه د وتلو اجازه نه لرو. وضعیت خراب دی. له دې ژوند څخه ستړي شوي یو.»



* مستعار نوم