له ارشیف څخه. پورت دو لا شاپل سیمه کې د کډوالو ناقانونه کمپ. کرېډېت: د پاریس ښاروالۍ ټویټر پاڼه
له ارشیف څخه. پورت دو لا شاپل سیمه کې د کډوالو ناقانونه کمپ. کرېډېت: د پاریس ښاروالۍ ټویټر پاڼه

که څه هم اروپایي کمېسیون د خپل نوي تړون په مسوده کې د دوبلین مقرراتو د لغوه کولو وړاندیز کړی دی، خو ډېری مهاجر لا هم په اروپایي هیوادونو کې د دوبلین په نامه مقرراتو له کبله له ستونزو سره مخ دي. ۲۶ کلن افغان مهاجر جمشید چې ډوبلینی شوی او پاریس کې اوسېږي، کډوال نیوز ته د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.

«نوم مې جمشید* دی. د افغانستان د پنجشیر ولایت اصلي اوسېدونکی یم او ۲۶ کاله مې عمر دی. که څه هم پنجشیر ولایت کې زېږېدلی یم، خو ژوند مې کابل ښار کې تېر شوی دی. د اقتصادي دلایلو له کبله ښوونځي ته نه یم تللی. افغانستان کې مې د جوشکار او ټانکر جوړونکي په توګه کار کاوه. شخصي دوکان مې نه درلود خو د یو دوکان شاګرد وم.

له نږدې دوه کاله راهیسې په فرانسه کې اوسېږم. د اروپایي قوانینو له مخې زه د هغو مهاجرو په ډله کې یم چې تر دوبلین مقرراتو لاندې راځي. مانا یې دا چې په لومړي سر د اروپایي ټولنې یو بل هیواد ته داخل شوی یم او هلته مې د ګوتو نښې ثبت شوې دي.

ما په ۲۰۱۵ کې د امنیتي ستونزو له کبله افغانستان پرېښود او له اوږدې سفر وروسته مې ځان سویډن ته ورساوه. دوه کاله او ۹ میاشتې مې په سوېدن کې تېرې کړې. هلته مې د پناه غوښتنه وکړه. خو درې ځله مې غوښتنه رد شوه. بیا د اخراج له وېره فرانسې ته راغلم.

چارواکو وویل چې جمنازیم کې اوسېدلی نه شم

فرانسوي چارواکي وویل چې زه ډوبلینی یم ځکه چې سویډن کې مې د پناه غوښتنه کړې ده. په لومړي سر د کډوالۍ ادارې چارواکو ما ته یو بانکي کارت او د اوسېدو ځای را کړل. زه د فرانسې په وان ښار کې د مهاجرو یو استوګنځي کې اوسېدم چې درې خونې درلودې او زما په ګډون ۶ مهاجرو پکې ژوند کاوه. خو د ۶ میاشتې تر تېرېدو وروسته مې چارواکو بانکي کارت بېرته واخیست او له استوګنځي څخه یې اخراج کړم.

وان کې مې بل ځای نه درلود، له مجبورۍ نه پاریس ته راغلم. خو پاریس کې د مهاجرو وضعیت ډېر خراب و. دلته مهاجر تر خیمو لاندې اوسېدل. زه د پاریس شمالي اوبرویلیې سیمې ته ورغلم چېرې چې ګڼو مهاجرو خیمې درولې وې. هلته مې څو میاشتې تېرې کړې. فرانسوي چارواکو بیا د کمپ د تړلو او مهاجرو ته د سرپناه ورکولو عملیات ترسره کړل. زه له نورو کډوالو سره یو سرویس ته وختلم او یو جمنازیم ته ورغلم. خو مسولینو زما د دوبلین سند له کتلو وروسته وویل چې زه جمنازیم کې د اوسېدو حق نه لرم.

بیا ولولئ: د ابرویلیې کمپ د تړلو عملیاتو دوه اونۍ وروسته سلګونه مهاجر بېرته د پاریس شمالي سیمې ته ستانه شوي

کورونا ویروس د مهاجرو ژوند نور هم سخت کړ

کله چې د کورونا ویروس وبا پیل شوه، د مهاجرو ژوند نور هم سخت شو. زه اوبرویلیې ته بېرته ستون شوی وم. خو هلته هېڅ ډول امکانات نه و. د حمام کولو له پاره به د خپلو ملګرو کورونو ته ورغلم.

اوبرویلیې کې له یو فرانسوي سړي سره اشنا شوی وم. هغه له ما سره بېلابېلې مرستې کولې. ما ورته د خپل ژوند او ستونزو په هکله وویل. هغه بیا وویل چې کور یې په پاریس کې دی او زه د خپلو ستونزو تر هوارېدو پورې هلته تللی شم. اوس پنځه شپږ کېږي چې د نوموړي په کور کې اوسېږم. هغه له کوره کار کوي او دفتر یې همهلته دی. ځینې وختونه هڅه کوم چې د خپلو ملګرو په کورونو کې شپې سبا وکړم. نن سبا کله دلته یم کله هلته.

د دوبلیني مهاجرو ژوند ډېر سخت دی

د روانې کټوبر میاشتې په پای کې زما د دوبلین موده پوره کېږي. د سپټمبر پر ۲۸مه مې د پولیسو له قومندانۍ سره مرکه درلوده. خو وکیل مې وویل چې مرکې ته ور نه شم. هغه زما په څېر اندېښنه درلوده چې سویډن ته بېرته اخراج شم. را ته یې وویل چې د اکټوبر په پای کې د پولیسو قومندانۍ ته تللی شم.

بیا ولولئ: اروپایي کمېسیون د پناه غوښتنې او مهاجرت په اړه خپل نوی پلان وړاندې کړ

ځینې کسان وایي چې د ډوبلین مقررات به لغوه شي. هیله لرم چې دا وضعیت پای ته ورسېږي. د ډوبلیني مهاجرو ژوند ډېر سخت دی. کور نشته، پیسې نشته، امکانات نشته. زه ۲۰ یورو نه لرم چې نوي کالي واخلم. دوه کاله کېږي چې له نورو کسانو څخه پور اخلم. هیله مې دا ده چې ژوند مې بېرته نورمال حالت ته را وګرځي.»

  • مستعارم نوم