له ارشیف. څخه. کرېډېت: د فرانسې خبري اژانس
له ارشیف. څخه. کرېډېت: د فرانسې خبري اژانس

د افغانستان د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت له مخې ایران د افغانستان هغه ګاوند هیواد دی چې تر ۲ میلیونه ډېر اسناد لرونکي او بې اسناده افغانان پکې مېشت دي. که څه هم زیات شمېر افغانان د اقتصادي دلایلو له کبله ایران ته ځي، خو ځینې داسې کسان هم شته چې اروپایي هیوادونو ته د رسېدو په هیله دغه هیواد ته ځان رسوي. افغان مهاجر فیصل یو له هغو کسانو دي چې پر سختو لارو ایران ته تللی دی. نوموړی د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.

«زما نوم فیصل* دی. ۲۲کاله مې عمر دی او د افغانستان د ننګرهار ولایت د خوګیانۍ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي یم. له څه مودې راهیسې د ایران پلازمېنه تهران کې اوسېږم.

زه د اقتصادي او امنیتي دلایلو له کبله له افغانستانه وتلی یم. خوګیاني د ننګرهار یوه ناامنه ولسوالي ده. هره ورځ هلته د طالبانو، داعشیانو او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړې روانې دي. خو د جګرو اصلي قربانیان ولسي وګړي دي. د همدې وجه زه د خپل کلي پرېښودو ته اړ شوم.

ما د ایران ویزه نه درلوده. نو ځکه لومړی نیمروز ښار ته ولاړم. هلته مې له قاچاق وړونکو سره خبرې وکړې. قاچاق وړونکي پر سختو لارو د پاکستان کوټې ښار ته وروستلم. په ډله کې مو زیات شمېر مهاجر وو. کوټه کې مو لس شپې په یو ځنګل کې تېرې کړې، تر ونو لاندې. هوا ډېره یخه وه. هېڅ ډول امکانات راسره نه وو. خو بله چاره مو نه لرله. یو ځل پولیسو ونیولو خو واپس یې خوشي کړو.

قاچاق وړونکو مهاجر وهل ټکول

قاچاق وړونکي موږ له کوټې نه ایران ته راوستلو. دوی له مهاجرو سره بد او تاوتریخجن چلند کاوه. مهاجر به یې وهل ټکول. په یوه کورولا موټر کې یې نږدې دېرش کسان سپاره کړل او موږ یې د ایران شهر په نامه سیمې ته راوستلو. د قاچاق وړونکي کور همهلته و. خو د ژوند شرایط پکې ډېر سخت وو. په یوه کوټه کې ګڼ شمېر مهاجر اوسېدل. قاچاق وړونکي په ورځ کې یوازې یو ځل مهاجرو ته ډوډۍ راکولې. موږ نه پوهېدو چې څه وخت له ایران شهره ځو.

ایران شهر کې تر ۱۰ شپو تېرولو وروسته کرمان ته ولاړو. هلته مو هم په خورا سختو شرایطو څو شپې تېرې کړې. قاچاق وړونکي بیا ماکو ته انتقال کړو. هلته په یو داسې ځای کې اوسېدو چې خوابګاه نومېده. تر دې دمخه قاچاق وړونکي را نه پیسې اخیستې وې، موږ مجبور نه وو چې خوابګاه ته هم پیسې ورکړو. خو دوی به را نه پیسې واخیستې او له مهاجرو سره یې بد چلند کاوه. هلته مو نږدې ۲۰ شپې تېرې کړې.

یا افغانستان ته ستنېږم یا ترکیې ته ځم

تر ډېرو زیاتو ستونزو وروسته بالاخره تهران ته ورسېدو. خو دلته مو سرپناه نه لرله. قاچاق وړونکي موږ د تهران ازادي پارک کې خوشي کړو، زه او زما د تره زوی. خو موږ نه پوهېدو چې څه باید وکړو او چېرته ولاړ شو. هوا یخه وه، را سره کافي وسایل هم نه وو.

وېره مو درلوده چې ایراني ځواکونه موږ ونیسي. وېره مو بې ځایه نه وه. یوه ورځ مو پولیسو پیسې، جمپرونه او بوټونه واخیستل. غوښتل یې چې زموږ موبایلونه هم واخلي. خو ما ترې خپل موبایل پټ کړ، د پښو لاندې مې و. لږ وروسته مو یو افغان ملګری پیدا کړ. هغه له ځان سره د قالین مینځلو شرکت ته راوستلو. زه اوس همدلته اوسېږم، ملګری مې وایي چې را ته کار پیدا کوي.

هدف مې دا دی چې ایران کې کار وکړم. د کار نوعیت مهم نه دی، مهمه خبره دا ده چې پیسې پیدا کړم. تهران کې مهاجرو ته ډېر کارونه پیدا کېږي. کله چې مې مالي وضعیت ښه شو، بیا به یا افغانستان ته بېرته ستنېږم یا اروپایي هیوادونو ته د رسېدو په موخه ترکیې ته ځم.»


  • مستعار نوم