د آرشيف انځور
د آرشيف انځور

يوناني چارواکو د هغه شپږ کلن افغان ماشوم د پلار په اړه شکايت درج کړی چې ساموس ټاپو ته د راتلو پر وخت يې خپل ژوند له لاسه ورکړی. پر دغه پناه غوښتونکي تور دی چې خپلې کورنۍ سره له ترکيې څخه د يونان ساموس ټاپو ته د سفر پر مهال يې د شپږکلن زوي ژوند په خطر کې اچولی دی.

عبدل را (مستعار نوم)، چې ۲۵ کاله عمر لري او د افغانستان اوسيدونکی دی، په هغه صورت کې چې مجرم وپيژندل شي، پر لس کاله حبس باندې به محکوم شي. د هغه د زوی د مړينې دليل لا تر اوسه روښانه شوی نه دی.

دغه تور«د پناه غوښتنې عريضې د وړاندې کولو پر حق مستقيمه حمله» نومول شوی دی.

دغه پلار او زوي په يوه ۲۵ کسيزې ډله کې شامل ول چې په اروپا کې د پناه ترلاسه کولو په هيله يې له ترکيې څخه حرکت کړی وو. خو د رپوټونو پر اساس د دوی کشتۍ په آژه سمندرګي کې ډوبه شوه.

د دغه شپږ کلن ماشوم مړی، د ساموس په سواحلو کې يوې حاملې ښځه ته نژدې پیدا شو. دغه ښځه لا ژوندۍ وه او تر هغه څو ورځې وروسته يې ماشوم وزيږاوه.   

د عبدل وکيل، ديمیتريس خوليس، ګارډين ورځپاڼې ته وويل چې حکومتي چارواکي اوږدو ساعتونو ته اړتیا لري تر څو د ژغورنې يو ماموريت ته سازمان ورکړي او تر کومه ځایه چې دی معلومات لري، د ژغورنې په عملياتو کې د اروپايي اتحاديې د بهرنيو پولو د ساتنې آژانس (فرانتکس) څخه د مرستې غوښتنه شوې نه ده.

هغه وويل: «زه يوازې په ماموريت کې د ځنډ راتلو له پاره انديښنه نه لرم. بلکې زما تر دې لويه انديښنه دا ده چې له دغو تورنو څخه د هغو مهاجرو په لارو کې د يو بلې مانع په توګه کار واخیستل شي کوم چې د پناه غوښتنې له پاره دلته راځي. که چيرته «پناه غوښتونکي» پوه شي چې خپلې کورنۍ سره يوې کشتۍ ته د پورته کيدو په صورت کې، ممکن د هغوي ژوند په خطر کې اچولو په جرم محکمې ته معرفي شي، نو دا به د هغو افرادو پر مخ يوه بله مانع وي چې دغه هيواد ته د پناه غوښتنې د سپارلو له پاره راځي.»

 عبدل اوس د ټولو نورو پناه غوښتونکو په څير چې يونان ته داخليږي، په قرنطين کې دی. خوليس هیله مند دی چې د عبدل د کرونا يا کووېد ۱۹ آزموينه ژر ترسره شي تر څو هغه وشي کړی له قرنطين څخه راووځي او د خپل زوې د تدفين غم وخوري.

په يونان کې د «HIAS» سازمان مدير او وکيل، واسيليس کراسيوتيس چې په دغه هيواد کې مهاجرو ته قانونې مشورې ورکوي، دا يوه بې سارې پيښه ګڼي.

هغه وايي: «موږ له ۲۰۱۵م کال راهيسې د ډوبو شوو کشتيو، د هغو کشتيو په ګډون چې مهاجرو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، هيڅ کله هم يونان ته د مهاجرو د داخلیدو پر وخت د شکايت شاهد نه وو... خو دا ځل د يو ماشوم ژوند په خطر کې اچول مطرح شوي دي چې هغه مړ شوی دی. موږ د يونان د مهاجرو په کمپونو کې د ورته دلایلو له مخې د دا ډول تورونو د مطرح کیدو شاهدان وو. خو دا ډول تورونه د هغو مهاجرو پر وړاندې چې يونان ته د داخلیدو په حال کې وي، یو بې سابقې مورد دی. دغه مورد د مهاجرو پر وړاندې په چارچلند کې د بدلون ښکارندويي کوي.»

د «Choose Love» اجرايې عامل مدير، جوزي ناوتون وويل: «د يو داسې پلار مجرم پيژندل چې هغه هڅه کوي د خپل ځان او زوی له پاره په اروپا کې يو امن ځای پيدا کړي، په ډيره ښکاره توګه د اروپايي اتحاديې د مهاجرت او پناه غوښتنې ناکام سیاست په ډاکه کوي. په دغې ناکامۍ سره د امنيت په تثبیت او د اروپا د امنيت له پاره د قانوني لارو د رامنځ ته کيدو په نوم، سياستوال په لوی لاس خلک دې ته مجبوروي چې د سمندر له لارې دا ډول خطرناکو سفرونو ته مخه کړي. د يوه پلار پر ضد دا ډول تورونه ډير دردونکي دي، دا عادلانه نه دي او نه هم د پناه غوښتنې حق له پاره مستقیمه حمله. اروپايي اتحاديه بايد ډیر ژر د لومړنيو حقونو پر اساس د حل يوه لار پيدا کړي.»

د يونان د ساحلي ساتونکو يوه وياند، ګارډين ته وويل چې دوې د دغې پیښې په اړه د يکشنبې ورځې په لومړنيو ساعتونو کې د يوه شخص له خوا خبر ترلاسه کړ. خو کله چې د ساحلي ساتونکو دوه کشتۍ د پيښې ځای ته ورسيدې، د کشتۍ د سورليو هيڅ درک هلته نه وو. د دغه وياند په خبره، ټول مساپر بيا وروسته د ساحل په اوږدو کې پیدا شول.

دغه وياند زياته کړه، يو ۲۳ کلن نارينه چې ظاهرا د دغې کشتۍ مسئوليت يې پر غاړه درلود، نيول شوی دی.

سرچينه: ګارډین ورځپاڼه