رپوبلیک ډګر. کرېډېټ: ماکل بونل، لو پېکتوریم، پېکچر الاینز
رپوبلیک ډګر. کرېډېټ: ماکل بونل، لو پېکتوریم، پېکچر الاینز

تېره دوشنبه د اکټوبر ۲۳مه فرانسوي ځواکونو د پاریس په رپوبلیک ډګر کې د مهاجرو اعتراضي کمپ په تاوتریخجنه توګه وتاړه. د دغه کمپ اوسېدونکي هغه کسان ول چې د اکټوبر پر ۱۷مه د سن دني کمپ د تړلو عملیاتو پر مهال سرپناه ورته برابره شوې نه وه. افغان مهاجر نصرت د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.

«زما نوم نصرت دی. زه د افغانستان اصلي اوسېدونکی یم او ۲۵ کاله مې عمر دی. اته کاله کېږي چې له افغانستانه وتلی یم. په ۲۰۱۲ کې مې د ایران ترکیې، یونان، مقدونیې، صربیا او هنګري له لارې اتریش ته ځان ورساوه. هلته مې د پناه غوښتنه وکړه او په ۲۰۱۵ کې مې د جانبي حفاظت سند ترلاسه کړ.

سږ کال مې د سند د تمدیدولو پر مهال چارواکو وویل چې زه نور اتریش کې د پاتېدو اجازه نه لرم. اتریش کې مې کار او کور درلودل. خو له مجبورۍ پاریس ته راغلم.

سن دني کمپ عملیاتو کې بې سرپناه پاتې شوم

پاریس ته تر رسېدو وروسته سن دني کمپ ته ورغلم. هلته مې د خپلو ملګرو تر خیمې لاندې ژوند کاوه. یوه میاشت ډېره سخته را باندې تېره شوه. هوا سړه وه او زه ناروغ وم. ما له رضاکارو سازمانونو سره د ژباړونکي په توګه کار کاوه.

د نومبر پر ۱۶مه خبر شوم چې سبا به کمپ وتړل شي او چارواکي به مهاجرو ته سرپناه ورکړي. د شپې له ۲ د سهار تر ۸ بجو پورې مې انتظار وکړ. بیا سرویسونه راغلل او پولیسو مهاجر سرویسونو کې سپاره کړل.

بیا ولولئ: د سن دني کمپ د تړلو عملیاتو په ترڅ کې څه پېښ شول؟

په لومړي سر چې کورنۍ سرویسونو ته وختلې، وضعیت ارام و. خو کله چې وار نارینه و ته ورسېد وضعیت خراب شو. پولیسو پر مهاجرو د اوښکې بهوونکي ګاز کارول پیل کړل. ما دوه ځله سرویسونو ته د ختلو لپاره هڅه وکړه. خو کله چې پولیسو ګاز وکاراوه سترګې مې تیاره شوې. رضاکارو ډاکټرانو ما ته دوا راکړه.

د عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته په سلګونه کسان بې سرپناه پاتې شوي ول. مهاجر سرتېرو محاصره وکړل او هڅې یې کولې چې پاتې شوي کسان له ښاره بهر کړي. دوی مهاجرو پسې منډې وهلې او ګاز یې کاراوه.

ما ځان روزا پارک ته ورساوه. ملګري مې هم را سره ول. خیمې مو نه درلودلې ځکه چې پولیسو مو خیمې خرابې کړې وې. کمپلونه مو هم نه درلودل. څو شپې ډېرې سختې راباندې تېرې شوې.

رپوبلیک کې پولیسو په تاوتریخجنه طریق د مهاجرو خیمې راټولې کړې

لږ وروسته خبر شوم چې رپوبلیک کې د مهاجرو د ملاتړ ټولنه یوتوپیا ۵۶ اعتراضي کمپ جوړوي. د کمپ د جوړولو هدف دا و چې چارواکي پاتې شویو کسانو ته باید سرپناه برابره کړي.

زه له خپلو ملګرو سره رپوبلیک ډګر ته ورغلم چې د پاریس په زړه کې موقعیت لري. د شپې په ۸ بجو مو خیمې ودرولې. خو لږ وروسته امنیتي ځواکونه راغلل او په ډېره تاوتریخنه طریقه د مهاجرو خیمې راټولې کړې. دوی پر مهاجرو اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه، ځینې کسان ووهل او وټکول شول.

زه له سیمې څخه وتښتېدم. خو پولیسو د مهاجرو پسې منډې وهلې. که څه هم جدي زیان ما ته نه و رسېدلی، خو د پولیسو چلند وځورولم.

بیا ولولئ: پاریس کې د مهاجرو یو کمپ په تاوتریخجنه توګه وتړل شو

ما ځان د یوه ملګري کور ته ورساوه. اوس هم همدلته یم. خو په یوه کوټه کې ۸-۹ کسان ژوند کوي. زه له مجبورۍ ځینې شپې روزا پارک ته ورځم او پارک کې خوب کوم. خو هوا ډېره سره ده او زه ناروغ یم. هیله مې دا ده چې چارواکي ژر ما ته سرپناه برابره کړي. د کمپ له تړل کېدو راهیسې د اوسېدو ځای پسې لالهاند ګرځم.

ما د پولیسو قومندانۍ کې د پناه غوښتنه کړې ده. یو میاشتنی سند لرم. خو دوبلیني یم او باید انتظار وباسم. که چارواکي مې غوښتنه ومني، غواړم چې فرانسه کې درس ووایم، فرانسوي ژبه زده کړم، پوهنتون ته لاړ شم او کار وکړم.