دیاواتا کمپ د یونان په تسالونیک سیمه کې موقعیت لري. کرېډېټ: دي ار
دیاواتا کمپ د یونان په تسالونیک سیمه کې موقعیت لري. کرېډېټ: دي ار

د مهاجرت د قوانینو له مخې مهاجر حق لري چې د مهاجرت له چارواکو څخه له خپلو کورنیو سره د یو ځای کېدو غوښتنه وکړي. خو ډېری وختونه دغه پروسه پیچلې ده. افغان کډوال محمود چې اوس په یونان کې اوسېږي، له ۲۰۱۴ راهیسې فرانسه کې له خپلې کورنۍ سره د یو ځای کېدو لپاره هڅه کوي. نوموړی د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.

«زما نوم محمود دی. زه ۲۴ کلن او د کابل اصلي اوسېدونکی یم. اوس د یونان د تسالونیک ښار په دیاواتا کمپ کې اوسېږم. درې میاشتې کېږي چې دلته یم، خو دا لومړی ځل نه دی چې یونان ته راغلی یم. سږ کال دوه ځله نور هم یونان ته راغلی وم. خو چارواکو بېرته ترکیې ته اخراج کړم.

زما ښځه له ۲۰۰۲ راهیسې په فرانسه کې اوسېږي او لس کلن کارت لري. موږ په کال ۲۰۱۴ کې په پاکستان کې له یو بل سره واده وکړ. ښځه مې بېرته فرانسې ته ورغله او ما پاکستان کې د فرانسې ته سفارت ته مراجعه وکړه. ټول اسناد مې راسره وو. غوښتل مې چې د کورنیو د یو ځای کېدنې پروسې په چوکاټ کې فرانسې ته لاړ شم.

ستونزه را ته پیدا شوه

درې کاله وروسته، په ۲۰۱۷ کې، زموږ واده د اوفپرا له خوا ومنل شو. خو بیا یوه بله ستونزه را ته پیدا شوه: پاسپورت کې مې نوم ناسم لیکل شوی و.

د دې ستونزې د حل دوه لارې مو درلودلې: یا دا چې زه افغانستان کې نوی پاسپورت واخلم او یا دا چې زما ښځه فرانسوي ادارو ته مراجعه وکړي او زما د نوم د بدلولو غوښتنه وکړي. افغانستان کې د نوي پاسپورت اخیستل ممکن نه وو ځکه چې زه بایومتریک شوی وم. یوازې یوه لاره پاتې وه: دا چې فرانسه کې وکیل واخلو. په ۲۰۱۹ کې مې ښځې وکیل واخیست. نوموړی اوس وایي چې ستونزه هواره شوې ده، خو باید د محکمې تایید ته انتظار وکړو.

زه دوه ماشومان لرم چې په فرانسه کې اوسېږي. هیله مې دا وه چې ډېر ژر فرانسې ته ولاړ شم او خپلو ماشومانو او ښځې سره ګډ ژوند پیل کړم. په ۲۰۱۸ کې مې د ایران ویزه واخیسته او له ایرانه بیا په قاچاقي طریقه ترکیې ته لاړم. د ترکیې په ارزوم ښار کې پولیسو ونیولم او زندان ته یې واچولم. زندان کې ژوند ډېر سخت و او هېڅ ډول امکانات پکې نه وو موجود. مجبور یې کړم چې افغانستان ته په خپله خوښه د بېرته ستنېدنې سند لاسلیک کړم. بیا یې له ترکیې نه وشړلم.

بیا ولولئ: افغان کډوال کریم خان په یونان کې: «یوازنۍ هیله مې دا ده چې ماشومان مې ښه راتونکی ولري»

په ۲۰۱۹ کې مې یو وار بیا د ایران ویزه واخیسته. دا ځل له ایرانه د ترکیې استانبول ښار ته لاړم. په وار وار مې ګېم [له سرحده د تېرېدو لپاره هڅه] وکړ، خو هر ځل د ترکیې او یونان پر پوله یوناني پولیسو ونیولم او اخراج یې کړم. بالاخره د روان کال په لومړیو میاشتو کې د یونان تسالونیک ښار ته را ورسېدم.

یوناني پولیسو دوه ځله اخراج کړم

دیاواتا د تسالونیک ښار تر ټولو مشهور کمپ دی. دلته مهاجر هم په کانکسونو کې ژوند کوي او هم تر خیمو لاندې. ځینې کسان راجسټر شوي دي او ځینې یې د ما په شان ناراجسټره دي. لومړی ځل کله چې تسالونیک ته راغلم تر یوې خیمې لاندې مې ژوند کاوه.

کله چې چارواکو ته مې مراجعه وکړه، دوی ما ته وویل چې باید پېپر پولیس ولرم. پېپر پولیس داسې یو سند دی چې ښيي مهاجر راجسټر شوی دی. د دغه سند د ترلاسه کولو لپاره د تسالونیک د پولیسو استېشن ته ورغلم. خو دوی مې ټول وسایل ونیول او توقیف خونې ته یې واچولم. هلته نږدې ۳۰ نور مهاجر هم وو، خو هېڅوک نه پوهېده چې څه به وشي. ما پولیسو ته وویل چې دوسیه مې له نورو مهاجرو سره توپیر لري او زه غواړم چې فرانسه کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شم. خو دوی ما ته ګواښ وکړ چې اصرار و نه کړم. موږ یې بالاخره ترکیې ته اخراج کړو.

بیا ولولئ: اکسفام د یونان له خوا د مهاجرو له حقونو د سرغړونې په اړه اروپایي کمېسیون ته شکایت کړی

د پولیسو چلند له مهاجرو سره بیخي غیرانساني و. دوی نقابونه اغوستي وو. د مهاجرو ټول وسایل لکه پیسې، جامې او موبایلونه یې ونیول. مهاجر یې په سوټو ووهل او وټکول.

یوه میاشت وروسته بېرته یونان ته راغلم، دیاواتا کمپ ته. خو لږ وروسته امنیتي ځواکونه یو ځل بیا کمپ ته راغلل او ټول ناراجسټر شوي مهاجر یې موټرونو کې سپاره کړل. وروسته بیا یې له یونانه وشړل. اوس دا دریم ځل دی چې له ترکیې نه یونان ته راغلی یم. تسالونیک کمپ کې لا هم تر یوې خیمې لاندې شپې سبا کوم. دلته زما په څېر لسګونه ناراجسټره شوي مهاجر شته. موږ ته څوک خواړه نه راکوي، څوک مرسته هم راسره نه کوي. یو عمومي حمام شته چې ټول مهاجر پکې ځان مینځي.

د ملګرو ملتونو ادارې ته زنګ وهم، خو څوک ځواب نه راکوي

کله چې چارواکو ته وایم چې وضعیت ته مې پام وکړي، دوی وایي چې باید ځان راجسټر کړم. خو د ځان د راجسټرولو لپاره یوازې دوه لارې شته: یا باید پولیسو ته مراجعه وکړم او یا د سکایپ له لارې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي ادارې سره تماس ونیسم. که پولیسو ته مراجعه وکړم دوی مې شري. په وار وار مې هڅه کړې چې د ملګرو ملتونو ادارې سره تماس ونیسم، خو بریالی نه شوم. دوی په اونۍ کې یوازې یوه ورځ د ۱۰ تر ۱۱ بجو په اسکایپ کې انلاین دي. ما په لسهاوو ځله ورته زنګ وهلی خو څوک ځواب نه راکوي.

دیاواتا کمپ کې نړیوال سازمانونه هم شته. پولیس حق نه لري چې مهاجر له کمپه وباسي او اخراج یې کړي. ما څو ځله لیدلي چې کله چې کمپ کې د ناراجسټر شویو مهاجرو د خیمو شمېر زیاتېږي، د امنیتي ځواکونو موټرونه راځي او ټول مهاجر یې د اخراج په موخه له کمپه انتقالوي. دا مسله باید روښانه شي. زما په اند دا د کمپ د مسولینو او چارواکو ترمنځ یوه معامله ده.

بیا ولولئ: د یونان د مهاجرت نوی قانون د پناه غوښتنې شرایط نور سختوي

زه خو بالکل نامېده شوی یم. نه پوهېږم چې برخلیک به مه څه ډول وي. یونان کې له پولیسو څخه تښتم. له کمپه د وتلو اجازه لرم خو د پولیسو له وېرې کمپ کې پاتې کېږم. یوازنۍ هیله مې دا ده چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شم. تر دې دمه مې خپلې کورنۍ سره د یو ځای کېدو لپاره زیاتې پیسې مصرف کړې.»


  • مستعار نوم