کډوال د کمسنه مهاجرو د عمرونو د معلومولو یا دومي مخ ته. کرېډېټ: کډوال نیوز
کډوال د کمسنه مهاجرو د عمرونو د معلومولو یا دومي مخ ته. کرېډېټ: کډوال نیوز

اروپایي هیوادونو ته د رسېدونکو کسانو په ډله کې زیات شمېر کمسن مهاجر هم شته. ۱۶ کلن افغان کډوال منصور فرانسې ته د رسېدو لپاره له ډېرو سختیو سره مخ شوی دی. نوموړی د خپلو سترګو لیدلی وایي.

«زما نوم منصور* دی. زه ۱۷ کلن او د کندز ولایت اصلي اوسېدونکی یم. په ۲۰۱۹ کې له افغانستانه وتلی یم. څو کاله مخکې مې پلار په کندز کې ووژل شو. اصلي عامل یې معلوم نه شو، خو موږ فکر کوو چې هغه طالبانو وژلی. په ۲۰۱۷ کې کله چې طالبان کندز ته راغلل، موږ د خپل کلي پرېښودو ته اړ شو. دوه کاله مو کندز ښار کې تېر کړل. خو بیا د اقتصادي دلایلو له کبله بېرته خپل کلي ته ولاړو.

کلي کې مو طالبان حاکم ول او وضعیت ډېر خراب و. خلک اړ وو چې ښار ته د تلو لپاره د طالبانو له خوا جوړ شوی سند لاسلیک کړي. طالبانو به له دوی نه پوښتنې کولې چې ښار کې یې څه کړي او له چا سره یې خبرې کړې دي. تېلېفوني شبکو کار نه ورکاوه. د شپې له ۸ بجو وروسته له کوره وتل بیخي ناممکن وو. طالبانو په جوماتونو کې ویل چې ځوانان باید ورسره یو ځای شي او د حکومت پر ضد جګړه وکړي. ما د همدغو ګواښونو له کبله له کندزه د وتلو تصمیم ونیوه.

بیا ولولئ: افغان مهاجر فیصل په تهران کې: «د جګړو له امله د خپل کلي پرېښودو ته اړ شوم»

ترکیه کې مې ۵ میاشتې کار وکړ

لومړی د کابل له لارې نیمروز او بیا له نیمروزه پاکستان او ایران ته لاړم. سفر مې ډېر سخت او له ګواښونو ډک و. قاچاق وړونکو له مهاجرو سره بد چلند کاوه. یوه ماما مې په ترکیه کې اوسېده. کله چې ایران ته ورسېدم ما ته یې وویل چې ترکیې ته ولاړ شم.

ما په ډېرو سختیو ځان انقرې ښار ته ورساوه. هلته پولیسو ونیولم او کېملیک [د اوسېدو کارت] یې راکړ. نور پیسې راسره نه وې. خو ما غوښتل چې هر څنګه چې کېږي باید اروپا ته ځان ورسوم. د پیسو د ترلاسه کولو لپاره مې د کتابونو د چاپ په یوه شرکت کې کار وموند او هلته مې ۵ میاشتې کار وکړ.

له یونانه د اخراج له وېرې مقدونیې ته لاړو

شپږمه میاشت کې د یونان پر لور روان شوم. تر ۱۵ ورځو پیاده مزل وروسته مې ځان د یونان پولې ته ورساوه. له پولې نه د تسالوینک ښار دیاواتا مهاجر کمپ ته ورغلم. خو کمپ کې د اوسېدو ځای نه و پاتې. له نورو مهاجرو سره مې د سړکونو په غاړه شپې تېرولې.

بیا ولولئ: افغان کډوال محمود د یونان په تسالونیک کې: «غواړم چې فرانسه کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شم»

هغه وخت ځینو کسانو ویل چې یوناني پولیس ناراجسټر شوي مهاجر بېرته ترکیې ته شړي. موږ د اخراج له وېرې په یوه بار وړونکي اورګاډي کې مقدونیې ته لاړو. کله چې مقدونیې ته ورسېدو د پولیسو له وېرې یوه ځنګل کې مو درې ورځې پیاده مزل وکړ. بیا یوه باروړونکي اورګاډي کې صربستان ته لاړو.

د کروشیا پولیسو بند ته واچولم

صربستان کې ما له نورو مهاجرو سره نږدې یوه میاشت په یوه کمپ کې تېره کړه. د کمپ مسولینو موږ ته ډوډۍ، جامې او کارتونه راکړل. خو کله چې یوه میاشت تېره شوه دوی موږ ته د خاورې د پرېښودولو سندونه راکړل او ویې ویل چې باید د درېو ورځو په موده کې له صربستانه ووځو. موږ لومړی بلګراد او بیا په سرویس کې د بوسنیا پولې ته ورغلو.

بیا ولولئ: افغان کډوال محبت ځاځي په صربستان کې: «د کورونا ویروس له کبله څوک له کمپه د وتلو اجازه نه لري»

هدف مو دا و چې له بوسنیا څخه کروشیا ته ولاړ شو. د همدې کبله د بیهاچ ښار په یوه کنډواله کې اوسېدو چې پولې ته څېرمه موقعیت لري. زما په څېر سلګونو مهاجرو غوښتل چې په ګېم باندې کروېشیا ته داخل شي. لومړی ځل چې مې ګېم وکړ، کروېشیایي پولیسو ونیولم او بند ته یې واچولم. زندان کې ډوډۍ او اوبه نه وې. سبا وختي یې ټول مهاجر وشړل. د کروېشیایي پولیسو چلند له مهاجرو سره غیرانساني دي. دوی مهاجر وهل ټکول او د هغوی ټول وسایل لکه موبایلونه، پیسې او بوټان یې اخیستل.

ایټالیا: کمپلونو بد بوی کاوه

ما ۷ ځله ګېم باندې کروېشیا ته د ننوتلو لپاره هڅه وکړه. په پښو او لاسونو کې مې ټپونه لیدل کېدل. ډېر ستری شوی وم. غوښتل مې چې بېرته ترکیې ته ستون شم. خو بالاخره بریالی شوم. ورپسې له کروېشیا نه ایټالیا ته ورغلم. ایټالوي پولیسو ونیولو او کم سنه مهاجر یې یوه هوټل ته انتقال کړل.

دوه اونۍ مو قرنطین لاندې تېرې کړې. بیا یوه داسې کمپ ته ولېږدول شو چې له چټلیو نه ډک و. حمام پکې نه و، جامې مو نه درلودلې، چا موږ ته دواګانې نه راکولې. هوا ډېره سړه وه او کمپلونو بد بوی کاوه. د همدې کبله زه له کمپه وتښتېدم او میلان ته ورغلم. له میلانه بیا پاریس ته راغلم.

سن دني کې مې تذکره ورکه شوه

څو ورځې د پاریس د سن دني مهاجر کمپ کې تر خیمې لاندې اوسېدم. هلته مې کڅوره چې زما تذکره او د زېږېدنې سند پکې وو ورکه شوه. نه پوهېږم چې چا غلا کړې. اوس د تذکرې د نه لرلو له امله له ستونزې سره مخ شوی یم. کله چې د نوامبر پر ۱۷مه سن دني کمپ وتړل شو، چارواکي زما په ګډون سلګونه مهاجر پاریس اوېنت سنټر ته انتقال کړل. زه تر دې دمه همدغه مرکز کې اوسېږم.

بیا ولولئ: د پاریس په یوه استوګنځي کې افغان کډوال د خپل روغتیایي وضعیت په اړه اندېښنې ښیی

څو ورځې مخکې دومي ته لاړم، دا هغه اداره ده چې د کمسنه مهاجرو عمرونه معلوموي. دوی ما ته وویل چې زه کمسن نه یم او که استیناف غوښتونکی یم باید محکمې ته ولاړ شم. نن مې محکمې ته مراجعه وکړه خو مدافع وکیله مې وایي چې د محکمې تر دایرېدو پورې باید د خپلې تذکرې مثنی له افغانستانه را وغواړم.

زه نه پوهېږم چې څه باید وکړم. د کورونا له امله ډېری سرحدونه تړلي دي. زه وایم چې کمسن یم، خو څوک یې نه مني.»


  • مستعار نوم