۲۰۲۰ کال د کرونا ویروس له خپریدو او د موریا په کمپ کې له اورلګیندې سره پیل شو. انځور: مهاجر نیوز
۲۰۲۰ کال د کرونا ویروس له خپریدو او د موریا په کمپ کې له اورلګیندې سره پیل شو. انځور: مهاجر نیوز

۲۰۲۰ کال، د کرونا ویروس له امله له ستونزو ډک کال و چې له امله يي کډوال سخت اغیزمن شول. د فرانسې د کډوالۍ په موقتو کمپو کې د خلکو بې برخلیکه ژوند، همدارنګه د موریا په نوم د کډوالو په یو لوی کمپ د اورلګیدنې او په مدیترانه او انګلش چینل کې د یو شمیر کډوالو له ډوبیدنې سره دغه کال له کړاوه ډک کال و. مهاجر نیوز د دغه کال عمده پیښو ته کتنه کړې.

د موریا په کمپ کې اورلګیدنه

لیزبوس کې اورلګیدنې شاوخوا ۱۲ زره کډوال بې کوره کړل
لیزبوس کې اورلګیدنې شاوخوا ۱۲ زره کډوال بې کوره کړل

د روان کال د سپتمبر ۸ او ۹ تاریخ کې د شپې لخوا د یوې سترې اورلګیدنې له امله په لیزبوس ټاپو کې د موریا ستر کمپ ویجاړ شو. د موریا کمپ کې له ۱۲ زرو ډیر کډوال د ژوند په نامناسب شرایط کې شپې سبا کولې. د کمپ ۹۹ سلنه برخه د اورلګیدنې له امله ویجاړه شوه. له اور لګیدنې وروسته د کمپ زرګونه اوسیدونکي په سړکونو کې د بشري مرستو لپاره انتظار ایستله. له کمپ څخه یو سوریايي میرمن وویل:« له غذا، اوبو او درملو پرته مونږ یوازې پریښودل شوي یو»

نور ولولئ: موریا کمپ اور لګېدنه: زرګونو مهاجرو درېمه شپه پر سړکونو تېره کړې

د اروپايي ټولنې کمیسیون مشرې هم د اورلګیدنې د پیښې له امله ژوره اندیښنه څرګنده کړه او ژمنه يي وکړه چې یونان سره به په دې برخه کې مرسته وکړي.

له یادې پیښې درې میاشتې وروسته، د کمپ ۷۰۰۰ کډوال د لیزبوس په یو بل نوي کمپ کې چې په بیړه جوړه شوې وه، ځای پر ځای شول. د ژمي په رارسیدو سره د دغه نوي کمپ د اوسیدونکو ژوند سخت شو. له اکتوبر میاشتې راهیسې د سړې هوا، اورښت او باد او باران له امله دغلته د کډوالو ستونزې لا پسې ډیرې شوې. د دوې خیمو ته اوبو د ننه شوې.

د هسپانیې د قناري ټاپو له سره فعالیدل

د هسپانوي ځواکونو لخوا کډوال له ژغورنې وروسته قناري ټاپو ته د ننه کیږي
د هسپانوي ځواکونو لخوا کډوال له ژغورنې وروسته قناري ټاپو ته د ننه کیږي

د کال له پیله نږدې ۲۰ زره کډوال د هسپانیې قناري ټاپوګانو کې ګیر پاتې. قناري ټاپوګان د هسپانیې یوه وړه برخه جوړوي چې اطلس اوقیانوس په منځ کې موقعیت لري. دغې سیمې ته د کډوالو راتګ تر پخوا لس برابره ډیر شوی. له ۲۰۰۶ کال راهیسې شاوخوا ۳۰۰ زره کډوال دغه ټاپوګانو ته د ننه شوي.

په دې وروستیو کې، د مراکش سواحلو ته نږدې د هسپانیې ټاپوګانو کې د کډوالو څپې ډیرې شوي.د قناري ټاپوګانو یو بندر چې له ۲۰۰۰ ډیر کډوال په ورځو ورته انتظار وي له « له شرمه ډک کمپ» بلل شوی.

دغه لار کډوالو لپاره له خطره ډک دی چې اروپا ته د رسیدو په هیله شاوخوا ۵۰۰۰ تنه پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د پاریس د جمهوريت میدان کې د پولیسو تاوتریخوالی

پاریس جمهوریت میدان کې د کډوالو د کمپ ویجاړولو پر وړاندې اعتراض. نومبر ۲۰۲۰
پاریس جمهوریت میدان کې د کډوالو د کمپ ویجاړولو پر وړاندې اعتراض. نومبر ۲۰۲۰

سلګونه کډوال د نومبر په ۲۳،د پولیسو له لخوا په زور د پاریس د جمهوریت له میدان څخه وشړل شول. د سن دني کمپ له خالي کولو وروسته، دغه کډوال د یو انجمن په مرسته د سرپناه د غوښتلو په موخه د جمهوریت په میدان کې خپلې خیمې د اعتراض په ډول ځای پر ځای کړې.

پولیسو په زور له دغې سیمې د کډوالو خیمې ټولې کړې او کډوال يي وشړل. په دغه پیښه کې د کډوالو پر وړاندې د پولیسو زور زیاتۍ سختې غصې راوپارولې. د کډوالۍ ملاتړ سازمانونه د یادې پیښې په اړه وویل «د کډوالو پر وړاندې د فرانسوي پولیسو تاوتریخوالی په یوه قاعده بدله شوې.»

انګلش چینل کې د کډوالۍ تاوتریخوالی

د کډوالو یوه کښتۍ د مانش په کانال کې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۱۶ مه و ژغورل شوه. انځور: د فرانسې سمندري ځواکونه
د کډوالو یوه کښتۍ د مانش په کانال کې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۱۶ مه و ژغورل شوه. انځور: د فرانسې سمندري ځواکونه

د هغو کډوالو شمیر چې د انګلش چینل له لارې د تیریدو هڅه يي کړې په ۲۰۲۰ کال کې د پام وړ ډیر شوی. د جنورۍ میاشتې راهیسې له ۶۰۰۰ زرو ډیر کډوال هڅه کړې چې د کوچنیو کښتیو، قایق، بادي کښتیو او دې ورته نورو کښتیو په وسیله د انګلش چینل له لارې ځانونه بریتانیا ته ورسوي.

د غه لار له خطره خالي نه دی. روان کال کې شاوخوا ۱۰ تنه چې غوښتل يي بریتانیا ته واوړي په انګلش چینل کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د اکتوبر میاشې په وروستیو کې یو کردي ایرانی کورنۍ د خپلو دریو ماشومانو په ګډون، د انګلش چینل په اوبو کې ډوب شول.

انګلش چینل لار کې د کډوالو له ډیریدو او مرګ ژوبلې وروسته، د فرانسې او بریتانیا ترمنځ نوې هوکړې لاسلیک شوې. دواړو لوریو ژمنه وکړه چې د له دغې لارې د کډوالو د تیریدو د مخنیوي لپاره به نوي امکانات او مالي منابع چمتو کړي.

مدیترانه کې د کډوالۍ کړکیچ

د یوې ژغورونکي بیړۍ لخوا مدیترانه کې د کډوالو ژغورل. انځور: اس او اس مدیترانه
د یوې ژغورونکي بیړۍ لخوا مدیترانه کې د کډوالو ژغورل. انځور: اس او اس مدیترانه

په ۲۰۲۰ کال کې د مدیترانې په سمندر کې د بشردوستانه بیړیو د ژغورنې عملیاتو کچه ټیټه وه. سره له دې چې د ژغورنې ځینې بیړۍ لکه اوشن وایکینګ او سي واچ د لیبیا په سواحلو کې خپل عملیات تر سره کړ خو یو موده وروسته بیا دغه عملیات د ایټالوي چارواکو له لوري ودرول شول. د تخنیکي بې نظمۍ له امله د ژغورنۍ پنځه بیړۍ درول شوې وې. د کډوالۍ د ملاتړ سازمانونه د ایټالوي چارواکو دغه ګام د کډوالو د ژغورنې د مخنیو یو ګام بولي.

په مدیترانه کې د ژغورنۍ بیړیو نه شتون د کډوالو د سفر مانع نه دی ګرځیدلی. کډوال د مدیترانې له لارې خپل سفر ته ادامه ورکوي. د رسمي شمیرو له مخې روان کال کې نږدې ۱۰۰۰ تنه کډوال اروپا ته د رسیدو په هیله، مدیترانه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی. ۷۰۰ تنه یوازې د لیبیا په سواحلو کې خپل ژوند بایللی.

اروپا کې د کډوالۍ نوی تړون

اورسولا وون د اروپايي ټولنې کمیسیون مشرې.انځور: رویټرز
اورسولا وون د اروپايي ټولنې کمیسیون مشرې.انځور: رویټرز

اروپايي ټولنې کمیسیون د سپتمبر په ۲۳، د کډوالو ستونزو د بنسټیزو حل لارو په موخه د کډوالۍ او پناه غوښتنې په تړاو د اروپا د نوي تړون خبر ورکړ. په تړون کې د دوبلین د مقرراتو پای ته رسول، د پناه غوښتنې د دوسیو د چټکې پروسې او همدارنګه د اروپايي پولو کنټرول شامل دي.

که څه هم اروپايي ټولنې، د کډوالۍ د سیاستونو پر لور یو ښه ګام پورته کړی خو ځینې نادولتي ادارې بیا اروپايي ټولنه په دې تورنوي چې د کډوالو د منلو شرایط يي سخت کړي.

د کډوالو پر ژوند د کرونا ویروس اغیزې

کرونا ویروس ټولې نړۍ تر اغیز لاندې راوستی. انځور: پکچر الیانس
کرونا ویروس ټولې نړۍ تر اغیز لاندې راوستی. انځور: پکچر الیانس

۲۰۲۰ کال، د کرونا ویروس د بحران کال و. د هیوادونو ترمنځ تګ راتګ او په ترانزیت کې محدودیتونه رامنځ ته شول. د کډوالو ورځینۍ ژوند هم د دغه روغتیايي بحران له امله اغیزمن شو.

ځینو افریقايي هیوادونو کې د کرونا له امله د پولو د تړلو او پر سیاحت يي د اغیز له امله یو شمیر خلکو خپل کاروبار له لاسه ورکړ او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان شول. دا د دې لامل شو چې دغه خلک کډوالۍ ته مخه کړي.

ملګري ملتونه د جولای په میاشت کې خبرداری ورکړ چې د دغه روغتیايي کړکیچ له امله اقتصادي بحران رامنځ ته شوی چې ورسره په افریقا کې د میلیونو انسانانو ژوند ګواښل کیږي.

بالاخره، په کوربه هیوادونو لکه یونان او فرانسه کې خلک اړ ول چې د کډوالو په کمپونو کې ګیر پاتې شي. دوې روغتیايي خدمتونو ته لازمه لاسرسۍ نه درلوده او همدارنګه د قرنطین له امله د ځینو خیریه ادارو د فعالیتونو دریدل هم د ګڼو ستونزو لامل و ګرځید.