له ارشیف څخه: افغان کډوال د مهاجرت پر لاره. انځور: رویترز
له ارشیف څخه: افغان کډوال د مهاجرت پر لاره. انځور: رویترز

افغانستان کې د اوږدو جګړو له امله زیات شمېر افغانان ګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شوي دي. د دغو کډوالو له ډلې ځینې یې دې ته اړ شوي چې ایران او پاکستان کې د ژوند د سختو شرایطو له کبله اروپایي هیوادونو ته د راتګ لپاره هڅه وکړي. افغان مهاجر حبیب چې په ایران کې لوی شوی د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.

«زما نوم حبیب* دی. زه په ۲۰۰۲ کې د افغانستان په بلخ ولایت کې زېږېدلی یم. دوه میاشتې کېږي چې د المان برلین ښار ته رسېدلی یم او د مهاجرو په یوه استوګنځي کې اوسېږم. تر اوسه مې د پناه غوښتنه نه ده کړې خو خپل نوبت ته انتظار کوم.

کوچنی وم چې ناپېژندو کسانو مې مور او پلار ووژل. زما د کورنۍ یوه غړي ایران کې ژوند کاوه. کله چې هغه د پېښې په اړه اطلاع ترلاسه کړه، زموږ له یوه ګاونډي سره یې خبرې وکړې چې غوښتل یې د کار لپاره ایران ته ولاړ شي. زه له همدغه افغان کارګر سره په قاچاقي توګه د ایران پلازمېنې تهران ته لاړم او د خپلې کورنۍ د غړي په کور کې مې ژوند پیل کړ.

بیا ولولئ: افغان مهاجر فیصل په تهران کې: «د جګړو له امله خپل کلي پرېښودو ته اړ شوم»

له ماشومتوب څخه مې کار کاوه

موږ ټول بې سنده مهاجر وو او هېڅ ډول امکاناتو ته مو لاسرسی نه درلود. له همدې کبله زه ښوونځي ته نه یم تللی او لیکل او لوستلی نه شم. له هماغه ماشومتوب څخه مې کار کاوه. د خلکو دوکانونه به مې پاکول.

څو کلونه تېر شول، په ساختماني برخه کې مې کار وموند. هغه کورنۍ چې زه ورسره اوسېدم ترکیې ته لاړه. کارفرما مې په کارځای کې یوه کوټه راکړه چې ځینې نور افغانان هم پکې اوسېدل. ښه معاش مې درلود او ټوله ورځ په کار بوخت وم.

خو اصلي ستونزه دا وه چې اقامه مې نه درلوده او پټ ژوند مې کاوه. ایران کې داسې یوه پدیده شته چې «افغاني بګیر» نومېږي. مانا یې دا چې ایراني ځواکونه بې سنده کډوال نیسي، زندان ته یې اچوي او یا یې افغانستان ته اخراجوي. ځینې یې هم له افغانانو څخه پیسې اخلي او خوشي یې کوي.

بیا ولولئ: د ایران پارلمان ته نوې طرحه وړاندې شوې: غیرقانوني کډوالو لپاره د جریمې او بند سزاګانې او پرې د ډزو اجازه

افغانستان کې نه یم اوسېدلی

له پولیسو څخه تېښته مې د ورځني ژوند یوه برخه وه. خو دغه وضعیت نور د زغم نه و. له همدې کبله مې یوه قاچاق وړونکي ته پیسې ورکړې او ترکیې ته ورغلم. څو ځله مې یونان ته د ورتګ لپاره هڅې وکړې. خو د ترکیې سمندري ځواکونو ونیولم او زندان ته یې واچولم.

ویل یې چې باید بېرته افغانستان ته ولاړ شم. ما ویل چې زه افغانستان کې نه یم اوسېدلی او نه یې پېژنم. کله چې له زندانه خوشي شوم یو ځل بیا چناق قلعې ته ورغلم او له نږدې ۳۰ نورو مهاجرو سره د قاچاق وړونکو کښتۍ کې سپور شوم.

څو میاشتې مې لېسبوس ټاپو کې تېرې کړې. بیا په قاچاق توګه اټن او تسالونیک ته ورغلم. له تسالونیک څخه مې مال وړونکي اورګاډي کې صربستان او بوسنیا ته ځان ورساوه او ورپسې ګېم [له پولې څخه ناقانونه تېرېدل] باندې کروشیا ته واوښتم. له کروشیا نه بیا ایټالیا، فرانسې او بالاخره جرمني ته ورسېدم.

اروپا ته مې سفر اوږد او له ګواښونو ډک و. خو اوس چې ګورم فکر کوم چې د خپل ژوند تر ټولو سختې ورځې مې ایران کې تېرې کړې. هیله مې دا ده چې د پناه غوښتنه مې ومنل شي او جرمني کې نوی ژوند پیل کړم.»


*مستعار نوم