غلام حسن اوس له خپلو هیوادوالو سره د پاریس په شاوخوا سیمه کې په موقت ډول وخت تیروي. انځور: مهاجر نیوز. ۱۳ جنوري ۲۰۲۱
غلام حسن اوس له خپلو هیوادوالو سره د پاریس په شاوخوا سیمه کې په موقت ډول وخت تیروي. انځور: مهاجر نیوز. ۱۳ جنوري ۲۰۲۱

۷۵ کلن غلام حسن چې اروپا ته يي د خپل سفر پر مهال شاوخوا درې کاله وړاندې خپل میرمن، زوی او لور ورک کړی، اوس په فرانسه کې د خپلې کورنۍ په لټه کې دی. نوموړی د کورنۍ له لاسه ورکولو وروسته مغزي سکته وکړه چې اوس يي رواني حالت ډیر ښه نه دی.

غلام حسن رحیمي شاوخوا ۶ کاله وړاندې له خپلې میرمنې، زوی او لور سره یو ځای د افغانستان له شمالي ولایت پنجشیر څخه په قاچاقي ډول خپر سفر پیلوي. ایران کې له یوې مودې پاتې کیدو وروسته د ژوند سخت شرایط هغه دې ته اړ باسي چې له خپلې کورنۍ سره یوځای اروپا ته ولاړ شي خو خپلې هیلې ته له رسیدو وړاندې د ایران او ترکیې پر پوله خپله کورنۍ ورکوي.

د کورنۍ له ورکیدو وروسته که څخه هم د غلام حسن یادښت کمزوری شوی خو د میرمنې او اولادونو عمرونه يي څه نا څه په یاد دي او وايي: " میرمن مې مریم یعقوبي له پنځو کلونو ډیرعمر، لور مې فرشته رحیمي له د ۲۰ او ۲۴ کلونو ترمنځ او زوی مې فضل الله رحیمي شاوخوا ۱۳ کاله عمر لري."

د دوو اولادونو دغه ناروغ پلار له تیرې یوې اونۍ راهیسې د فرانسې پلازمینه پاریس ته راغلی او فکر کوي چې کورنۍ به يي دغلته وي. مهاجر نیوز د جنورۍ په ۱۳ مه له غلام حسن سره دهغه د کورنۍ او سفر په اړه خبرې وکړي.

ایران کې له کړاوه ډک ژوند

غلام حسن او کورنۍ يي د قاچاقبر په مټ د شپې لخوا له افغانستان څخه د ایران پر لور خپل سفر پیلوي. په دښتو کې پیاده او د موټر په وسیله له اوږد مزل وروسته ایرن ته رسیږي. په ایران کې له نږدې یو کال وخت تیرولو وروسته، د ژوند سخت شرایط نوموړی دې ته اړ باسي چې اروپا ته مخه کړي.

غلام حسن خپله کیسه داسې کوي:

" له کورنۍ سره یوځای نږدې یو کال په ایران کې پاتې شوم او فکر مې وکړ چې دغلته ژوند ته ادامه ورکړو خو په ایران کې چې د اقامت قانوني اسناد و نه لرې کار نه شې کولای، او لادونه دې ښوونځي ته نه شي تلای او افغانستان ته د بیرته اخراج خطر هم موجود وي. مونږ په ایران کې قانوني اسناد نه درلود نو ځکه د ژوند روزګار پر مونږ ورځ تر بلې خرابیده. پریکړه مو وکړه چې فرانسې ته ولاړ شو. ایران کې مو د فرانسې د بشري مرستو په اړه څه نا څه اوریدلي و ځکه له کورنۍ سره مو یو ځای دغه هیواد ته د تګ پریکړه وکړه."

د غلام حسن ۱۳ کلن زوی فضل الله. انځور: ایران
د غلام حسن ۱۳ کلن زوی فضل الله. انځور: ایران

"په افغانستان کې چې کور او جایداد مونږ ته پاتي و هغه مو خرڅ کړل او قاچاقبر ته مو پیسې برابرې کړې ترڅو مونږ له ایران څه ترکیې او بیا نورو اروپايي هیوادونو ته ورسوي."

" چغې مې کړې چې کورنۍ مې نشته "

"د ژوند سخت شرایط دې ته اړ کړو چې له ایران څخه د ترکیې او بیا اروپايي هیوادونو پر لور خپل سفر ته دوام ورکړو.

له نورو مسافرو سره یو ځای د شپې لخوا د قاچاقبر په مرسته مو د ترکیې لورې ته حرکت پیل کړ.د لارې په اوږدو کې یو ځای ته ورسیدو چې ګڼ خلک موټرو ته په تمه ول. هر مسافر بیړه کوله چې په موټرو کې ځان د ننه کړي. موټر یو پر بل پسې ډک کیدله او مسافر پکې سپریدل. مونږ هم په موټر کې سپاره شو او له یوې مودې مزل وروسته مونږ يي پیاده کړو او مونږ ته يي وویل: د نور خلکو پسې حرکت وکړئ! یو کورته راورسیدو او دوه یا درې شپې يي په کور کې و ساتلو. له دې وروسته مو بیا خپل سفر ته ادامه ورکړه.

د لارې په اوږدو کې یو ځای ته ورسیدو چې د شپې ویره خپره وه، په لاره کې مسافرو کیسې کولې چې دا سیمه ډیره خطرناکه ده او ګڼو خلکو پکې خپل ژوند له لاسره ورکړی او ځینې خلک ورک شوي. مسافرو پسې روان و، یو ځای ته ورسیدو خو نه پوهیږم چې د ایران خاوره وه او که د ترکیې خاوره.

نور ولولئ: په ترکیه کې د ګمنامه افغان مهاجرو هدیره

د خلکو او موټرو ګڼه ګوڼه ډیره وه، موټر یو پر بل پسې راتلل او مسافر پکې په چټکۍ د ننه کیدل. قاچاقبر پر مونږ غږ وکړ: په موټرو کې ځان واچوئ! موټر حرکت کوي! موټر ته د ننه کیدو په حالت کې چې ګڼه ګڼه ډیره وه خپله کورنۍ مې ورکه کړه او چغې مې کړې چې کورنۍ مې نشته! کورنۍ مې نشته! زه يي تیله کړه او موټر ته يي دننه کړم او راته يي وویل: لاړ شه او کورنۍ به دې پیدا شي. له هغې وروسته مې بیا کورنۍ مې په سترګو و نه لیده.

ما هم د نورو په څیر موټرو کې خپل سفر ته له کورنۍ پرته ادامه ورکړه او استانبول ته ورسیدم. استانبول کې مې د کورنۍ د لټون ډیره هڅه وکړه خو ګټه يي و نه کړه. قاچاقبر راته وویل له نورو مسافرو سره باید یونان خواته حرکت وکړی او که حرکت دې و نه کړ نو همدلته پاتې کیږې. ما سره د کورنۍ غم و او نه مې غوښتل ولاړ شم. اړ شوم چې له نورو مسافرو سره د یونان پر لور خپل سفر ته دوام ورکړ. فکر مې کوه چې کورنۍ به مې هم یونان لورې ته حرکت کړی وي."

نور ولولئ: ترکیه: د وان د اوبو په ډنډ کې د ۶ کډوالو مړي موندل شوي

"یونان کې مې مغزي سکته وکړه"

" له اوږد سفر وروسته د یونان ساموس ټاپو ته يي راورسولم. دلته مې هم ډیر فریاد مې وکړ چې میرمن، لور او زوی مې چیرته دي خو هیڅ ګټه يي ونه کړه. ځینو دفترونو ته مې هم مراجعه وکړه خو هیڅ څه مې و نه موندل. چا راته وویل چې د کورنۍ لټولو پسې آتن ښار ته ولاړ شه. هلته لاړم. د ډیر غم له امله مې روغتیا حالت لاپسې بد شو.

یوه ورځ په آتن کې د میرمن او ماشومانو په یاد کې وم چې ناڅاپه پر ځمکه و غورځیدم، خلکو ډاکټر ته بوتلم او ډاکټرانو وویل چې مغزي سکته دې کړې. اوس هم دارو خورم خو حافظه مې لږ کمزورې شوې او د بدن یو طرف ته لاس او پښه مې بې حسه دی."

له ژوند څخه سخت ناهیلی یم او دارو مې هم خلاصه شوې. خلکو راته وویل فرانسې ته ولاړ شه ځکه کورنۍ دې هم فرانسې ته د رسیدو نیت درلود او ښايي هلته يي پیدا کړې.

له یوې اونۍ راهیسې دلته پاریس ته راغلی یم. سرپناه نه لرم او شپه له خپلو هیوادوالو سره تیروم.

" له کورنۍ پرته ژوند نه شم کولای"

"مونږ څلور واړو سره یو تیلفون و چې اوس هم راسره دی خو خراب شوی. له کورنۍ سره مې ټولې اړیکې پرې شوي او هیڅ درک يي نشته. زه غواړم سره صلیب دفتر ته ولاړ شم او د کورنۍ د لټولو غوښتنه وکړم."

"اوس زما لومړیتوب دادی چې د کورنۍ لټون وکړم او بیا له هغه وروسته د پناه غوښتنې په فکر کې شوم ځکه هر چیرې چې زما کورنۍ وي زه باید هملته ولاړ شم. زه له خپلې لور، زوی او میرمن پرته په دې عمر کې ژوند نه شم تیرولای. ناروغ یم او کورنۍ ته مې اړتیا لرم او «له کورنۍ پرته ژوند نه شم تیرولای»."