د یونان الکسندریه ښار کې مهاجر کمپ. انځور: دي ار
د یونان الکسندریه ښار کې مهاجر کمپ. انځور: دي ار

ګڼ شمېر افغان مهاجر له کلونو راهیسې په یونان کې ایسار پاتې دي. کډوال نیوز له هغه افغان مهاجر سره خبرې کړې دي چې له ۲۰۱۸ راهیسې په یونان کې اوسېږي خو تر دې دمه یې برخلیک نامعلوم دی. هغه د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.

«زه صفی الله یم. ۳۵ کاله مې عمر دی او د افغانستان د بلخ ولایت یم. زه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ایران ته ورغلم او هلته مې ساختماني برخو کې کار پیل کړ. نږدې ۱۲ کاله مې ایران کې تېر کړل، بیا خپل هیواد ته ستون شوم. ایران کې مې واده کړی و او یوه لور مې لرله.

بلخ کې مې کله تکسي چلوله او کله په ساختماني کارونو بوخت وم. له پلار مې یو کور او ځینې دوکانونه را پاتې شوي وو. خو زه ایران کې مهاجر وم، د دوکانونو کارونه به مې تره پر مخ وړل.

کله چې افغانستان ته ستون شوم، غوښتل مې چې د خپل پلار نه راپاتي شویي دوکانونه بېرته ترلاسه کړم. خو تره مې چمتو نه و چې دوکانونه ما ته را کړي. ما او زما کورنۍ ته یې ګواښونه وکړل.

له مجبورۍ د خپلې ښخې او دوو ماشومانو سره بېرته ایران ته ولاړم.

بیا ولولئ: افغان مهاجر حبیب په ایران کې: «د ژوند تر ټولو سختې ورځې مې ایران کې تېرې کړې»

ترکیه کې مې هم ژوند په خطر کې و

ایران کې مو ژوند ډېر سخت و. اسناد مو نه درلودل، له پولیسو څخه وېرېدو. دوه کاله چې تېر شول له یوه قاچاق وړونکي سره مې خبرې وکړې او ترکیې ته ولاړو. انقره کې مو ژوند کاوه. د کډوالۍ نړیوالې ادارې موږ ته اسناد راکړي وو. هلته مې کار کاوه.

لږ وروسته مې پرېکړه وکړه چې د افغانستان قنسولګرۍ ته ولاړ شم او د خپل پلار نه د راپاتې شویو دوکانونو د خرڅولو لپاره وکالت خط ترلاسه کړم. له ځینو خپلوانو سره مې دا خبره شریکه کړه. خو یوه ورځ وروسته پر ما باندې حمله وشوه. دا مې د تره کار و. سخت ټپی شوی وم او نږدې لس ورځې روغتون کې بستري وم.

کله چې له روغتونه رخصت شوم، ځان سره مې وویل چې نور ترکیه کې مې ژوند هم خوندی نه دی. تصمیم مې ونیوه چې یونان ته ولاړ شم.

بیا ولولئ: افغان مهاجر محمد رامین په فرانسه کې: «اروپا ته مې سفر اوږد او له ګواښونو ډک و»

د ساموس مهاجر کمپ د دوږخ په شان دی

موږ په یوه کښتۍ کې له ازمیر څخه یونان ته سفر وکړ. کښتۍ کې نږدې ۵۰ کسان سپاره وو. په ډله کې یې ماشومان او ښځې هم وې. سمندر کې مو وضعیت خراب شو. یوې ژغورونکې کښتۍ وژغورلو او د یونان ساموس ټاپو ته انتقال کړلو.

ساموس ټاپو کې مو دوه میاشتې په یوه ځنګل کې تېرې کړې. خو د ژوند وضعیت خورا سخت و. په لومړي سر کې مو خیمې نه درلودلې. مهاجر اړ ول چې د ډوډۍ د ترلاسه کولو لپاره ټوله ورځ په لیکو کې انتظار وباسي. چارواکو بیا موږ یوه کانکس ته انتقال کړلو. یو کال مو کانکس کې تېر کړ.

مشکلات ډېر وو، په ځانګړې توګه د ډوډۍ د ترلاسه کولو په برخه کې. کافي ځای مو نه درلود. ښځه مې رواني ستونزې درلودلې، یونان کې یې ستونزې زیاتې شوې. غوښتل مو چې له ډاکټر سره وګورو. خو له ډاکټر سره د مرکې وخت د اخیستلو لپاره به مو معاینه خانې ته نږدې شپې سبا کولې.

بیا ولولئ: افسرخان: که افغان ځوانان په وطن کې وچه ډوډۍ هم ولرئ، اروپا ته مه راځئ

هغه خواړه چې د ساموس په کمپ کې مهاجرو ته ورکول کېږي. انځور: دي ار
هغه خواړه چې د ساموس په کمپ کې مهاجرو ته ورکول کېږي. انځور: دي ار

ماشومان مې بل ښار کې اوسېږي، خو نه پوهېږم چې د ښار په کومه برخه کې

په ۲۰۱۹ کې د یونان د کډوالۍ چارواکو له موږ سره مصاحبه وکړه. تر مرکې وروسته مو اجازه ترلاسه کړه چې له ساموس ټاپو څخه ووځو. موږ چارواکو سرز ښار ته انتقال کړلو.

هلته په یوه هوټل کې اوسېدو، خو ژوند پکې ډېر سخت و. هوټل په یوه لرې پرته سیمه کې پروت و. بله ستونزه هم کرونا وه. ټول یونان قرنطین شوی و او چا اجازه نه درلوده چې له هوټله ووځي. 

همدغه هوټل کې زما او زما د ښځې ترمنځ ستونزې پیدا شوې. ښځه مې له خپلې مور او ورور سره – چې دوی هم یونان کې اوسېږي – یوه کمپ ته ولاړه او د ماشومانو د حضانت د ترلاسه کولو غوښتنه یې وکړه. زه محکمې ته ولاړم. وکیل مې نه درلود نو ځکه محاکمه وځنډول شوه. ما ګڼو سازمانونو ته وویل چې مدافع وکیل ته اړتیا لرم. خو ما سره یې مرسته و نه کړه. محکمې بالاخره د ماشومانو حضانت زما ښځې ته ورکړ.

اوس دوی ینه نه ښار کې اوسېږي خو نه پوهېږم چې د ښار په کومه برخه او په کوم کمپ کې.

بیا ولولئ: افغان کډوال کریم خان یونان کې: «یوازنۍ هیله مې دا ده چې ماشومان مې ښه راتلونکی ولري»

د یونان السکندریه ښار کې مهاجر کمپ. انځور دي ار
د یونان السکندریه ښار کې مهاجر کمپ. انځور دي ار

نه پوهېږم چې څه باید وکړم

زه اوس د الکسندریې ښار په یوه کمپ کې یم. له پنځو نورو مهاجرو سره په یوه کانکس کې اوسېږم. مشکلات مې زیات دي، خو تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې برخلیک مې نامعلوم دی.

نږدې دوه کاله کېږي چې انترویو مې کړی خو تر اوسه چا ما ته ځواب نه دی راکړی. کله چې له سازمانونو او یا چارواکو څخه مرسته غواړم، دوی ما ته وایي چې په دې برخه کې صلاحیت نه لري او ما سره هېڅ ډول مرسته نه شي کولی. ډېر اندېښمن یم او نه پوهېږم چې څه باید وکړم. 

بیا ولولئ: افغان مهاجر حکمت د یونان په اټن ښار کې: «ویکتوریا پارک کې د ژوند تر ټولو سختې ورځې تېروم»

غوښتنه مې دا ده چې برخلیک مې معلوم شي او یو ځل بیا خپل ماشومان وګورم. زه ځوان یم او غواړم چې کار وکړم او ژبه زده کړم. خو کمپونو کې د ژبې کورسونه نشته. هیله لرم چې ستونزې مې ډېر ژر هوارې شي.»