افغانستان لا د تاوتريخوالو او ناامنۍ شاهد دی | Photo: picture-alliance/W. Sarhadi
افغانستان لا د تاوتريخوالو او ناامنۍ شاهد دی | Photo: picture-alliance/W. Sarhadi

يو شمير هغه افغان پناه غوښتونکي چي له اتريش څخه بېرته افغانستان ته ستانه سوي وايي چي د هيواد وضعه يې تر هغه زياته خرابه ده لکه رسنيو کي چي ښودل کيږي.

دهقان يو پخواني افغان پوليس چارواکی دی چي په ۲۰۱۴ کال يې په اتريش کي د پناه غوښتنه وکړه. د هغه پناه رده سوه او پنځه کاله وروسته مجبوره کړل سو چي افغانستان ته ستون سي. هغه وايي چي افغانستان ته د ستنېدو وروسته ورته پيغورونه ورکول کيږي چي هغه «اخراج سوی» دی. د نوموړي په وينا د کورنۍ غړي يې ورته وايي چي «په اتريش کي دي دا دومره کالونه څه وکړل او څه دي په لاس راوړل؟»

په ويانا کي د نړيوال ديالوګ او همکارۍ د انستيتيوت (VIDC) له خوا د دهقان په شان د داسو افغان مهاجرو سره مرکې سوي دي چي خپل هيواد ته ستانه سوي دي. د ياد انستيتيوت له خوا د څېړونکو مشري علي احمد کړې ده. د دغه کارپوه د څېړنې په پايله کي چي د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په مياشت خپره سوې ده راغلي چي اکثره دغه پوښتل سوي افغانان د هغوی له رضا پرته افغانستان ته لېږدول سوي دي.

«اخراج زما ژوند ټغر راڅيري کړ»

اتريش او آلمان د کرونا پاندمي له کبله په ۲۰۲۰ کال د افغانانو اخراج ودرولی. خو نهه مياشتي وروسته يې د مرستندويه سازمانونو او د بشري حقونو د ډلو د احتجاج څخه بېرته دغه لړۍ پېل کړه. اروپايي اتحاديې د مهاجرو د هيوادونو سره ژمني کړي چي که غواړي په ملياردونو يورو مرستي ترلاسه کړي نو به خپل اتباع بېرته مني.

د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۰ کال تر منځ پوري نژدې ۴۷۰۰ افغانانو په اتريش کي د پناه غوښتنه وکړه. په دغه موده کي په ټوليزه توګه د ۱۹۴ زره د پناه غوښتني سوي وې. د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ او اکتوبر تر منځ نژدې ۴۵۰۰ کسان له اتريش څخه اخراج کړل سول چي پکښي ۲۳۵ يې افغانان ول.

تېر کال په اتريش کي د افغانانو د پناه غوښتنو څخه ۵۰ سلنه يې ردي سوي وې. د «عادله پناه غوښتنه» په نوم سازمان رئيس، دورو بلانکه وايي چي يو شمير هغه افغانان چي په حتمي توګه يې پناه غوښتنه رده سوې وه، ورڅخه زيات شمير يې ځانونه پټ کړي چي اخراج نه سي. بلانکه دا څرګندونې د آلمان ږغ سره د مرکې پر وخت دا خبرې د تير کال په جولای مياشته کي وکړې.

علي احمد چي و افغانستان ته د ستانه سوو يا اخراج سوو مهاجرو سره يې مرکې کړي وايي چي له پوښتل سوو څخه يو کس هم خوښ نه ؤ. د هغه په وينا د هغوی له کيسو څخه يوه هم مثبته د ستنېدنې کيسه نه وه.

دهقان وايي چي ځکه د افغانستان پرېښودلو ته اړ سوی ؤ ځکه چي طالبانو ورته د ژوند ګواښ کاوه. خو د هغه پناه غوښتنه په دوو مرجعو کي رده سوه. هغه وايي ځکه يې د پناه غوښتنه رده سوه ولي چي په خټه پښتون دی. هغه وايي چي و افغانستان ته د اخراجېدو راهيسي هغه په خپل هيواد کي له خپلي ولسوالۍ ليري پټ دی. 

يو بل افغان اخراج سوی افغان مهاجر چي علي احمد ورسره د څېړنې په ترڅ کي مرکه کړې ده ، افسر نوميږي او په ايران کي لوی سوی دی. هغه وايي ځکه يې له ايران سره مخه ښه وکړه ځکه چي هلته يې ځان د ايرانۍ ټولني برخه نه احساساوه. هغه په ۲۰۱۵ کال په اتريش کي د پناه غوښتنه وکړه. د ۲۰۲۰ کال د مارچ په مياشت هغه بېرته کابل ته ستون کړل سو. دا د هغه باوجوده چي هغه د خپل ځآن د اخراج د مخنيوي په خاطر خپل د وينو رګونه هم پرې کړي ول. هغه وايي: «اخراج زما د ژوند ټغر راڅيري کړ»

اقتصادي ننګونې

علي احمد وايي چي د اخراج سوي مهاجر په حيث يې افسر حق نه درلود چي د ملګرو ملتونو د مهاجرت له نړيوال سازمان څخه د پيسو مرستي ترلاسه کړي. هغه وايي و افغانستان ته په اجراج کولو سره افسر داسي هيواد ته اخراج کړل سوی ؤ چي د افسر له پاره يو نابلد هيواد ؤ. علي احمد زياتوي چي افسر هم د نورو ټولو اخراج سوو افغانانو په څېر په افغانستان کي خپل ځان ته پرېښودل سوی ؤ.

د علي احمد په وينا يو شمير اخراج سوي افغان مهاجر چي په کابل کي يې د افغان چارواکو او وزارتونو سره تماس نيولی او د مرستو هيله يې کړې، نو ورته په جواب کي ويل سوي چي د اخراج سوو کسانو سره هيڅ مرسته نسي کولای.

په پوښتل سوو افغانانو کي يو شمير يې داسي دي چي د خپلې ردېدنې له کبله يې په اتريش کي په مياشت کي صرف د ۱۰۰ يورو د ګټلو اجازه لرله. دغه کسان چي د کالونو او مياشتو وروسته بېرته خپل هيواد ته د تللي دي، هغوی تر پخوا له په بد اقتصادي حالت کي راګير دي. د علي احمد په شان اکثره ستانه سوي کسان نه دي توانيدلي چي په افغانستان کي ځان ته کار پيدا کړي.

«رضا کارانه» ستنېدنه

عباس يو بل افغان دی چي په ۲۰۱۵ کال يې په اتريش کي د پناه غوښتنه کړې وه خو په ۲۰۱۸ کال يې د هغه وروسته بېرته افغانستان ته د ستنېدو فيصله وکړه ځکه چي د پناه غوښتنې د ردېدنې د مرافعې پروسې يې زيات وخت ونيوی. هغه د افغانستان د ځانګړو دفاعي ځواکونو عسکر ؤ. خو د هغه په شان په رضاکارانه توګه و خپل هيواد ته د ستنېدونکو کسانو وضعه د اخراج سوو په پرتله لږ کمه بهتره وي.

عباس و افغانستان ته د بېرته ستنېدنې په هغه پروګرام کي برخه واخيسته د چي د مهاجرت د نړيوال سازمان له خوا تمويليږي. ياد سازمان د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کالونو تر منځ د ۱۳۶۳ افغانانو سره مرسته کړې چي له اتريش څخه بېرته خپل هيواد ته ستانه سي.

 خو عباس وايي چي د بېرته ستنېدنې د پروګرام په ترڅ کي ترلاسه سوي مرستي په خپل هيواد کي د بيرته مدغم کيدو له پاره ناکافي وې. هغه وايي دغو مرستو په روزګار موندنه کي هم ورسره کوم کومک ونکړ. خو دا چي عباس شخصي او ټولنيز ارتباطات لرل نو وتوانېد چي بېرته د عسکر په توګه خپل کار پېل کړي.

عباس وايي: «هر هغه څوک چي نه يې تعليم کړی وي او نه يې حرفوي يا مسلکي زدکړي کړي وي او بيا بېرته افغانستان ته راستنيږي نو به لېونی وي.»

علي احمد وايي چي څېړنو ښودلې چي په رضاکارانه توګه خپل هيواد ته د ستنو سوو مهاجرو اقتصادي وضعيت په پرتليزه توګه بهتره وي. د هغه په وينا دا عموما هغه کسان ول چي کورنۍ يې له هجرت مخکي هم زياتي پيسې لرلې. د نوموړي په وينا له دې کبله د اخراج سوو او په رضا کارانه توګه ستنو سوو کسانو تر منځ خورا لوی توپير سته.

امنيتي بيري

ټولو هغو کسانو چي ورسره د څېړني په ترڅ کي مرکي سوي وايي چي و افغانستان ته د رسېدلو وروسته ورته تر ټولو لويه ستونزه د امنيت او ترهګريزو بريدونو ده. افسر وايي: «د امنيت نشته والی هغه تر ټولو لويه ستونزه ده. دا ستونزه تر هغه ډېره جدي ده لکه رسنۍ چي ورباندي راپورونه ورکوي.»

سياوش يو بل ستون سوی مهاجر دی. هغه خوشبخته دی چي له ستنېدو وروسته يې په افغانستان کي دولتي کار ترلاسه کړی دی. هغه وايي چي له هجرت مخکي هيڅکله د وسلې ګرځولو ته نه دی اړ سوی خو بېرته افغانستان ته د راستنېدو وروسته مجبوره سوی چي وسله وګرځوي. د هغه په وينا بيره لري چي يو څوک به يې د پيسو له پاره اختطاف کړي.

علي احمد وايي چي امنيتي خراب وضعيت بيا د رضاکار ستون سوي او اخراج سوي تر منځ فرق نه کوي. هغه د سړک د غاړي د ماينونو بېلګه ورکوي. هغه وايي چي له هغو اخراج سوو کسانو څخه چي ده ورسره مرکې کړي دوه تر بريدونو لاندي راغلي. د هغه په وينا عباس چي ځانګړی عسکر دی، ورباندي د دسمبر په مياشت د سړک د غاړي يو ماين ولګېد چي په نتيجه کي يې د هغه د بدن لاندي برخه سخته ژوبله سوه. د علي احمد په وينا عباس نژدې ؤ چي په دغه بريد کي خپل ژوند له لاسه ورکړي.

«ناکامک او جنايتکاران»

دهقان وايي چي د کورنۍ دا تورونه چي په اتريش کي په څه لاسته راوړلو کي ناکامه سوی ورته زښت زيات عذاب ورکوي. هغه وايي چي له اروپا څخه اخراج سوو کسانو ته د «ناکامک» او «جنايتکارانو» په توګه کتل کيږي. د علي احمد په وينا ټولنه فکر کوي چي دا د اخراج سوو کسانو خپله ګناه ده چي له اروپا راشړل سوي دي. 

د ويانا د ياد انستيتيوت د څېړنو د پايلو له مخي د دهقان د کورنۍ په سترګو کي اخراج د جرم سره برابر عمل دی. حتی په کابل کي ادارو هغه ته د ادغام په پروګرامونو کي له ځای ورکولو ډه ډه او انکار کړی دی. دهقان چي په افغانستان کي په کويد ۱۹ اخته سوی پخپله يې د ځان د درملنې امکانات نه لرل او اتکا يې صرف په اتريش کي پر هغو دوستانو وه چي ورته پيسې يې لېږلې.

علي احمد وايي چي زيات اخراج سوي او بېرته ستانه سوي افغان مهاجر د نورو ستونزو تر څنګ د کرونا پاندمي له کبله هم ځپل سوي دي. د هغه په وينا په خپل هيواد کي نوو منفي تجربو زيات ناهيلي کړي او ښايي هغوی له سره پر هجرت کولو غور وکړي.