ارشيف انځور ـ ځوان افغانان او د هغوی ملاتړي په شتوکهولم کي د احتجاج پر وخت| Photo: Narciso Contreras/Anadolu Agency
ارشيف انځور ـ ځوان افغانان او د هغوی ملاتړي په شتوکهولم کي د احتجاج پر وخت| Photo: Narciso Contreras/Anadolu Agency

په سوېډن کي يو ځانګړی قانون افغان ځوانانو ته انتخاب ورکوي چي د ښوونځي د خلاصولو وروسته په شپږو مياشتو کي کار پيدا کړي او يا بېرته خپل هيواد ته ستانه سي.

۲۱ کلن افغان ځوان محمد به خپل ښوونځي د الیکترونيک په برخه کي دغه دوبی پای ته ورسوي. هغه تر مخه لا زيات شمير شرکتونو ته د کار موندنې په مقصد غوښتنليکونه ليږلي دي.

خو محمد چي د سوېډن په کوم ښار کي اوسيږي، هلته د کار موندنه آسان کار نه دی. محمد وايي چي د اوسترسونډ په ښار کي چي ده کومو شرکتونو ته خپل غوښتنليکونه ليږلي دي، ورڅخه اکثرو يې حتی جواب نه دی ورکړی. د هغه په وينا پاتو شرکتونو چي جواب ورکړی، هغوی ورته ليکلي چي داسي کاريګر لتوي چي تجربه ولري.

آلمانۍ رسنۍ (ARD) د محمد سره خبري کړي دي. محمد په دغو خبرو کي ويلي چي د کار په تلاښ کي د ناهيلۍ سره مخامخ دی. هغه د يو کمسن مهاجر په توګه سوېډن ته راغلی ؤ. د سوېډن د ځانګړي قانون له مخي که هغه د ښوونځي د خلاصېدو وروسته په شپږو مياشتو کي کار پيدا نه کړي نو به خپل هيواد ته ستنيږي.

په ۲۰۱۵ کال و سوېډن ته د محمد په شان ۳۵۰۰۰ بې سرپرسته مهاجر راغلل چي پکښي اکثريت يې افغانان ول. د هغه راهيسي سوېډن او ډنمارک د مهاجرت په تړاو خپل اصول ډېر سخت کړي دي. خو په ۲۰۱۸ کال د محمد په شان کمسن او بې سرپرسته مهاجرو له پاره د «دويم چانس» يو قانون جوړ سو.

په سوېډن کي د پاته کيدو اجازه؟

د «جيمنازيم قانون» د ښوونځي عمر لرونکو پناه غوښتونکو ته حتی د حتمي ردېدنې وروسته بيا هم اجازه ورکوي چي خپلي زدکړي په سوېډن کي بشپړ کړي. خو که هغوی د خپلو زدکړو د پای ته رسولو وروسته په شپږو مياشتو کي کار پيدا نه کړای سي، نو به خپل اصلي هيواد ته ستنيږي.

خو ستونزه دا ده چي په سوېډن کي په زياته په ځوانانو کي بې روزګاري مخ په زياتېدو ده. د پاندمي په جريان کي کار موندل حتی لا مشکل سوي دي.

د اوستر سونډ په ښار کي چيري چي محمد ژوند کوي د «زه کوم» په يو سازمان فعاليت لري. دغه سازمان د محمد په شان ځوان پناه غوښتونکو سره د کار په لټون کي مرسته کوي. له دغه سازمان څخه يوه رضاکاره مرستندويه، انيا الياسون د جيمنازيم قانون په هکله وايي چي بايد له ليري کړل سي. د هغې په آند دغه قانون ځکه «لانجمن» دی ولي چي «هيڅوک په دومره لنډه موده کي داسي دايمي مقام ته نسي رسيدلای».

د سوېډن په پارلمان کي پر ياد قانون تاوده بحثونه سوي دي. د لومړي وزير ستېفان لوفن هغه وړانديز رد کړل سو چي پکښي د کارموندنې د مودې له شپږو مياشتو څخه و دولس مياشتو ته د ډېرولو وړانديز سوی ؤ. محافظه پال سياستوالو ويلي ول چي د کرونا پاندمي نه بايد د دې له پاره وکارول سي چي پر مهاجرت کنترول له لاسه ورکړل سي.

په کابل کي د ملاتړ دفتر

بومان او حميد تر شلو لږ زيات عمرونه لري او ۱۸ مياشتي تر مخه له سوېډن څخه کابل ته اخراج سوي دي. حميد په څلور کلنۍ له افغانستان څخه وتلی ؤ او د هغه وروسته بيا افغانستان ته نه ؤ راغلی. هغوی اوس په کابل کي د «موږ کوو» يا (I do) سوېډني سازمان سره همکاري لري. حميد وايي چي کله چي کابل ته راغلی نو يې د اوسېدو ځای نه درلود او نه يې څوک پېژندی چي ورسره کومک وکړي. هغه وايي چي له دې کبله هغه اوس نورو افغان ځوانانو سره مرسته کوي چي د ده د پخوا په شان حالت کي کابل ته راځي.

محمد نه غواړي چي افغانستان ته ستون سي. خو که هغه په سوېډن کي پاته کيدل غواړي نو بايد چي کوم تغير رامنځ ته سي. هغه وايي چي که يې کار ونه موند نو نه پوهيږي چي څه به کوي. د هغه په وينا د اخراج له ويري چي هغه په څنګه حالت کي ژوند کوي، ورته هميشه د بدو خوبونو په شکل په شپه کي ورته راځي او ورڅخه دی کړيږي.

دغه مطلب د (ARD) د خبريالي سوفي دونګس د راپور پر اساس ليکل سوی دی.

Webpack App