له کابل څخه فرانسې ته د افغانانو د ایستلو بهیر. د کابل هوايي ډګر. اګست ۲۰۲۱. انځور: فرانس پرس
له کابل څخه فرانسې ته د افغانانو د ایستلو بهیر. د کابل هوايي ډګر. اګست ۲۰۲۱. انځور: فرانس پرس

په افغانستان کې د فرانسوي ژبې یوه ښوونکې چې د خپل راتلونکي په اړه سخته اندیښمنه ده وايي چې د طالبانو له راتګ سره مې خپله دنده له لاسه ورکړې. نوموړې له فرانسې دولت څخه هیله لري چې له افغانستان څخه يي د ایستلو لارې چارې برابرې کړي.

د فرانسې دولت د اګست له میاشتې راهیسې شاوخوا ۲۶۰۰ افغانان او فرانسویان له افغانستان څخه ایستلي دي خو لاهم د دغې ښوونکې په څیر زرګونه افغانان چې له فرانسویانو سره يي همکاري کړې او یا ژوند يي په افغانستان کې په خطر کې دی له خپل هیواد څخه د وتلو انتظار باسي.

دغه ۲۵ کلنه افغانه نجلۍ چې د امنیتي دلایلو له امله نه غواړي نوم يي واخیستل شي له میرمنو سره د طالبانو د بد چلند په اړه اندیښمنه ده او وايي چې د کار کولو او غږ پورته کولو حق نه لري.

کډوال نیوز ته نوموړې خپله کیسه کوي:

«په افغانستان کې مې د فرانسوي ژبې په برخه د لوړو زده کړو د پای ته رسولو وروسته، د دغې ژبې د استادۍ دنده پیل کړه. د طالبانو له راتګه څخه نږدې درې اونۍ وړاندې زده کوونکو ته د درس په ورکولو بوخته وم چې په ناڅاپي ډول زمونږ یو همکار ټولګي ته ننوته او راته يي وویل چې طالبان کابل ته ننوتلي دي. ټول زده کوونکي مو رخصت کړل او مونږ هم زر کورته ولاړو. کله چې له پوهنتون څخه د باندې ووتم، هرې خواته خلک د تیښتې په حالت کې و او یوه ویره خپره وه.

د اوس لپاره هر څه تړلي او نه شم کولای د فرانسوي ژبې د ښوونکې په توګه خپلې دندې ته ادامه ورکړم. اوس وزګاره په کور ناسته یم، څو ځلې دندې ته لاړم خو راته يي د دفتر ته د ننوتلو اجازه هم رانه کړه.

ما زده کړې و کړې او غوښتل مې چې وطن ته خدمت وکړم خو اوس د دغه خدمت حق راڅخه اخیستل شوی او نه شم کولای کار وکړم. حتی د خبرو حق نه راکول کیږي. کله چې د خپل حق غوښتنه و نه شم کولای نو خپلې راتلونکي ته به څنګه هیله منده اوسم؟ د خپلې دندې د بیا پیلیدو هیله مې له لاسه ورکړې ده.

نور ولولئ: پاکستان کې د فرانسې سفارت د افغانانو لپاره د ویزو څانګه بیرته فعاله کړې ده

کله چې د پارسپورت ریاست ته ولاړم نو په دروازه کې د طالب له بد چلند سره مخامخه شوم او راته يي ویل: «تاسو ښځه یاستئ او ولې په کور کې نه کینئ. شرم او حیا نه لرئ چې پاسپورت اخیستلو لپاره راځئ!»

د یوې میرمنې په توګه برخلیک مې په دې ملک کې معلوم نه دی، ژوند مې دلته په خطر کې دی نو له همدې امله غواړم چې په یو بل ملک کې د خپل ځان او اولادونو آینده جوړه کړم.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ته مې ایمیل وکړ خو راته يي ویل چې د امکان په صورت کې مونږ مرسته کوو. ټول معلومات يي رانه واخیستل خو تر اوسه يي په اړه هیڅ خبر نشته. مونږ د فرانسې ژبې ته خدمت وکړ نو له همدې امله غوښتنه مې د اده چې زمونږ د نورو همکارانو په څیر ماته هم له افغانستان څخه د ایستلو لارې چارې برابرې کړي. زه د یو میرمن په توګه د ویزې لپاره په شرایطو برابره یم خو نه پوهیږم چې ولې ماته ویزه نه راکول کیږي؟ هیله منده یم چې د فرانسې دولت مونږ ناامیده نه کړي او په دې برخه کې له ما سره همکاري وکړي.»


*د امنیتي دلایلو له امله مونږ و نه شو کولای د پوهنتون او د مرکه کوونکي نوم ذکر کړو.