د ارشیف انځور. کرېډېټ: رویټرز، سپټمبر ۲۰۲۱
د ارشیف انځور. کرېډېټ: رویټرز، سپټمبر ۲۰۲۱

پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته ډېری هغه افغانان چې پخواني حکومت کې یې کار کاوه وایي ژوند یې له ګواښ سره مخ دی. صابر یو له دغو افغانانو دی چې پخوا یې د ځانګړو ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کوله. هغه د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.

«زه شپږ ویشت کلن او د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکو یم. واده مې کړی او دوه ماشومان لرم. ما د کابل تر سقوط مخکې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کوله. هم جنګي مشر وم او هم د پوځي نرس په توګه مې کار کاوه. پخوا مې کابل کې د روغتیایي خدماتو کورس تعقیب کړی و.

کله چې طالبان کابل ته راغلل، ما هم د ګڼو افغانانو په څېر خپله دنده له لاسه ورکړه. ډېر اندېښمن وم ځکه مې ژوند له خطر سره مخ و. غوښتل مې چې بهر ته لاړ شم، خو د ستونزو او ګواښونو له کبله کابل کې پاتې شوم.

طالبانو هوایي ډګر ته نږدې پوستې جوړې کړې وې او تالاشي یې کوله. دا وېره مې لرله چې دوی مې اسناد وګوري.

درې میاشتې کېږي چې پټ ژوند کوم

ځینې افغانان هڅه کوي چې د افغانستان ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران ته واوړي، خو ځمکنۍ لارې له ګواښونو ډکې دي. بله خبره دا چې دغه دواړه هیوادونه له طالبانو سره ښې اړیکې لري. دوی دغه راز افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شتون خلاف وو.

زه د یو پخواني سرتېري په توګه له دې نه ډارېږم چې ایراني او پاکستاني ځواکونو له ما سره تاوتریخجن چلند وکړي او افغانستان ته مې بېرته واستوي.

اوس نږدې درې میاشتې کېږی چې په کور کې یم. ځینې وختونه له کوره وځم، خو د خپل هویت د پټ ساتلو لپاره ماسک اغوندم.

طالب وسله وال څو ځله زما کور ته تللي دي. دوی مې له پلار او وروڼو څخه پوښتلي دي چې زه چېرته تښتېدلی یم. ورته یې ګواښ هم کړی دی. 

خلک په نامعلومه طریقه وژل کېږي

څو میاشتې کېږي چې په وېره کې ژوند کوم. نه پوهېږم چې برخلیک به مې څنګه شي.

نن سبا افغانستان کې خلک په نامعلومه طریقه وژل کېږي، خو څوک یې پوښتنه نه کوي. پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته هغوی عمومي بښنه اعلان کړه، مګر عمل پرې نه کوي.

موږ ته ویل شوي وو چې امریکایي ځواکونه به هغه کسان له افغانستانه وباسي چې ژوند یې په خطر کې دی، خو موږ تر دې دمه دلته ایسار پاتې یو.

هیله مې دا ده چې بهرني هیوادونه موږ ته له افغانستان څخه د وتلو زمینه برابره کړي. د ځاني ګواښونو له کبله نور دلته ژوند نه شو کولی.»