د ارشیف انځور: پېکچر الاینز، رحمت ګل
د ارشیف انځور: پېکچر الاینز، رحمت ګل

پر کال د طالبانو تر د ولکې تر ټینګولو نږدې شپږ میاشتې وروسته لا هم ځینې هغه افغانان چې ژوند یې په خطر کې دي په افغانستان کې بند پاتې دي. افغان خبریال سید ګل یو له دغو کسانو دی. هغه چې له بهرنیانو سره یې دنده ترسره کړې ده د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.

«زه د هلمند اصلي اوسېدونکی یم او دېرش کاله مې عمر دی. شاوخوا یوه لسیزه کېږي چې خبریال یم. لس کاله مخکې مې د هلمند په یوه سیمه ایزه رسنۍ کې د خبریال په توګه کار پیل کړ. هلته مې کابو اته کاله دنده ترسره کړه.

کله مې چې له یادې رسنۍ سره قرارداد پای ته ورسېد، له بیان راډیو سره مې د خبریال په توګه دنده پیل کړه چې د ناټو له خوا تمویلېده. ما د طالبانو د ترهګریزو کړنو په هکله سلګونه راپورونه جوړ کړي دي. د دې ډلې له خوا د ولسي وګړو د وژنې په هکله نږدې شپږ سوه راپورونه راسره دي.

د طالبانو له راتګ مخکې مې هم ژوند له خطر سره مخ و. خو احتیاط مې کاوه. لږ کسان په دې پوهېدل چې زه له یوې بهرنۍ رسنۍ سره د خبریال په توګه دنده ترسره کوم.

بیا ولولئ: افغان خبریال: «د طالبانو له راتګ راهیسې مې ژوند له وېرو او ګواښونو ډک دی»

په ۲۰۲۱ کې طالبانو ونیولم

په ۲۰۲۱ کې مې له بیان سره راډیو سره دنده ختمه شوه. زه په هلمند کې وم. کله چې جګړو زور واخیست، هڅه مې وکړه چې له هلمند څخه ووځم. خو طالبانو ونیولم. بند کې مې دوه شپې تېرې کړې. ډېر یې وځورولم. غوښتل یې چې زما د فعالیتونو په هکله ثبوت پیدا کړي. له نېکه مرغه تېلېفون مې راسره نه و. دوی په دې پوهېدل چې ما له یوې سیمه ایزې رسنۍ سره کار کړی، خو په دې پوه نه شول چې له ناټو سره مې هم دنده ترسره کړې ده.

کله چې له بنده خوشی شوم، کابل ته راغلم. لږ وروسته طالبانو پر کابل ولکه ټینګه کړه. ډېره هڅه مې وکړه چې نورو هیوادونو ته ولاړ شم، خو بریالی نه شوم. له هماغه وخته راهیسې کابل کې پټ ژوند کوم. هلمند ته د تګ تصور هم نه شم کولی.

اوس مې دلته ژوند په خطر کې دی. دا واضحه خبره ده چې که طالبان ما پیدا کړي وژني مې. دوی لشکرګاه کې زموږ کور ته تللي وو. زما له خپلوانو او ملګرو څخه یې پوښتنه کړې چې زه چېرې یم.

د بیان راډیو له مسول څخه مې د مرستې غوښتنه کړې ده، خو هغه پلمه جوړوي. د فرانسې د خبریالانو له ټولنې سره هم اړیکه لرم. نوم مې د هغو خبریالانو په لېست کې دی چې تر ګواښ لاندې دي.

بیا ولولئ: افغان ژورنالیسته: «بهرني هیوادونه له افغانستان څخه زموږ په ایستلو کې پاتي راغلي»

ژوند مې تر هر څه لومړیتوب لري

زه د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته هم نه شم تللی. د سیاسي دلایلو له کبله ایران ته تلل شوني نه دي. پاکستان کې بیا د ژوند امکانات نه لرم.

نن سبا له اقتصادي ستونزو سره هم لاس او ګرېوان یم، خو ژوند مې تر هر څه لومړیتوب لري. هره شېبه خپل امیلونه ګورم او هیله لرم چې بالاخره یوه لاره پیدا شي. د روان حالت له امله مې مېرمن او ماشومان هم ځورېږي. دغه وضعیت را ته ډېر سخت تمامېږي.

له اروپایي هیوادونه څخه هیله کوم چې زما ژوند ته شته خطر په کتو سره باید زما ایستلو کې مرسته وکړي. دا زما تر ټولو اساسي غوښتنه ده. که چېرې زه افغانستان کې پاتې شم، د طالبانو له خوا وژل کېږم.»

  • د امنیتي دلایلو له کبله د دغه مهاجر اصلي نوم نه دی ښودل شوی.