انځور:‌ پېکچر الاینز
انځور:‌ پېکچر الاینز

افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ سره زیات شمېر افغانان د خپل هیواد پرېښودو ته اړ شوي دي. مراد* یو له هغو افغانانو دی چې له فرانسویان سره یې دنده ترسره کړې ده او اوس په ایران کې اوسېږي. هغه چې افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ دی د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.

«زه دېرش کلن او د افغانستان د کاپیسا ولایت اصلي اوسېدونکی یم. ما په ۲۰۱۱ کال کې د فرانسویانو په یو کمپ کې پاک کاري کوله. شپږ نور افغانان هم را سره ول. دا یوه نظامي اډه وه او سلګونه فرانسوي پوځیان پکې اوسېدل.

وروسته له هغه چې په ۲۰۱۱ کې د طالبانو په یوه برید کې څو فرانسوي سرتېري ووژل شول، زما دنده هم پای ته ورسېده.

که څه هم زموږ سیمه امنه وه، خو زیات ګواښونه به مې ترسره کول. ډېر احتیاط مې کاوه. د انارو باغ مې درلود، هلته په کار بوخت وم او له چا سره مې سروکار نه لاره.

بیا ولولئ: په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک نیولو په ترڅ کې ډیر کسان وژل شوي

د فشار له امله روحي ستونزې راته پیدا شوې

په ۲۰۲۱ کې کله چې طالبانو کاپیسا ونیوله، ما جلال آباد ته ځان ورساوه. هغه طالبان چې زموږ په کلي کې دي، زه یې پېژنم او دوی ما پېژني. دوی پوهېږي چې ما له فرانسویانو سره دنده ترسره کړې ده، پر ما د جاسوسۍ تور لګوي. له همدې امله زه جلال آباد ته ولاړم.

جلال آباد کې مې څو میاشتې تېرې کړې. پټ ژوند مې کاوه، خو هلته مې هم ستونزې درلودې او حالت مې ډېر خراب و. د دوامداره فشار له امله راته روحي ستونزې پیدا شوې وې.

ویزه مې مخ په ختمېدو ده

څو میاشتې وروسته مې د ایران ویزه واخیستله.‌ بیا د هرات د اسلام قلعې له لارې تهران ته راغلم. اوس نږدې یوه میاشت کېږي چې په تهران کې یم. دلته له خپلو ملګرو سره په یو هوټل کې اوسېږم. خو ویزه مې مخ په ختمېدو ده. نن مې د خپلې وېزې د تمدید غوښتنه وکړه، خو ایراني چارواکي وایي‌ چې باید بېرته افغانستان ته ور وګرځم.

بیا ولولئ: افغان قاضي:‌ «د ګواښونو له امله له ژونده په تنګ راغلی یم»

زه افغانستان ته بېرته ستنېدلی نه شم. طالبان مې ارام نه پرېږدي. دلته مې هم برخلیک نامعلوم دی. ایران کې ناقانونه ژوند د افغانانو لپاره له ګواښونو ډک دی. ملګري مې وایي‌ چې ایراني سرتېري هره ورځ‌ چاپه وهي او بې سنده مهاجر له ایرانه شړي.

هیله لرم چې د فرانسې دولت راسره مرسته وکړي. ما ورسره دنده ترسره کړې ده او اوس مې ژوند له ګواښ سره مخ دی.»

  • مستعار نوم