طالب سرتېری په کابل کې. د ۲۰۲۲ د جنورۍ ۳. انځور: رویټرز، علي خارا
طالب سرتېری په کابل کې. د ۲۰۲۲ د جنورۍ ۳. انځور: رویټرز، علي خارا

افغانستان کې د طالبانو بېرته واکمنۍ زیات شمېر خلک له ګواښونو سره مخ کړي دي. د دغو افغانانو په ډله کې پخواني پوځیان او محلي پولیس هم دي. احمد خان* چې تېر نظام کې یې له طالب وسله والو سره جګړه کړې ده او اوس له پټ هویت سره د ژوند شپې ورځې سبا کوي، د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.

«زه ۳۶ کلن او د افغانستان د ختیځ زون یم. د طالبانو له راتګ مخکې مې محلي پولیسو کې مهمه دنده لرله. پنځه کاله مې د طالبانو پر وړاندې جګړه کړې ده.

په تېرو څو کلونو کې څو ځله طالبانو پر ما بریدونه وکړل. موټر کې مې ماینونه کېښودل او غوښتل یې چې په بېلابېلو طریقو ما له منځه یوسي، خو بریالي نه شول.

د پخواني نظام تر ړنګېدو وروسته مې په ډېره سختۍ له خپل ولایت څخه د افغانستان یو بل ولایت ته ځان ورساوه. ماشومان مې هم راسره وو. ډېره وېره مې لرله. کورنۍ مې هم ډېره وځورېدله، خو کومه بله لاره نه وه را پاتې.

بیا ولولئ: افغان قاضي:‌ «د ګواښونو له امله له ژونده په تنګ راغلی یم»

پر عمومي بخښنې باور نه لرم

له هماغه وخت راهیسې په یو نامعلوم ځای کې اوسېږم. خپلې شمېرې مې بدلې کړې دي او هېچا ته مې هم نه دي‌ ویلي‌ چې دلته یم. نه غواړم چې له کوره ووځم. طالبانو د عمومي بخښنې اعلان کړی دی، خو زه باور پرې نه لرم. نن سبا د افغانستان په بېلابېلو برخو کې هره ورځ پخواني پوځیان تښتول او وژل کېږي، خو څوک یې پوښتنه نه کوي. 

طالب وسله وال څو ځله زما پخواني کور ته ورغلي دي. دوی مې له ګاونډیو او د سیمې له اوسېدونکو څخه پوښتلي دي چې زه چېرته یم. ګواښونه یې هم ورته کړي دي.‌

اوس مې ژوند له وېرو ډک دی. نه پوهېږم چې د ماشومانو برخلیک به مې څنګه شي. پاسپورټ نه لرم او د طالبانو له وېرې د پاسپورټ ادارې ته هم مراجعه نه شوم کولی.

اوسني حالات ناهیلی کړی یم

ځینې خلک له ویزې پرته ګاونډیو هیوادونو ته ځي. خو زه له اقتصادي ستونزه سره مخ یم: نور پیسې را سره نشته چې ایران ته ولاړ شم او ورپسې د ایران له لارې نورو هیوادونو ته د اوښتو هڅه وکړم. 

بیا ولولئ: افغان کډوال په ایران کې:‌ «د ګواښونو له امله افغانستان ته ستنېدلی نه شم»

زړه مې نه کېږي چې پاکستان ته سفر وکړم، هلته مې هم ژوند د طالبانو له خوا له ګواښ سره مخ دی.

اوسني‌ حالت ډېر ناهیلی کړی یم: خپل هیواد کې په ازادانه توګه ګرځېدلی نه شم، ماشومان مې ښوونځي ته نه شي تللی، برخلیک مو نامعلوم دی. 

هیله مې دا ده چې بهرني‌ هیوادونه راسره مرسته وکړي. موږ ورسره یو ځای د دغو ترهګرو پر ضد جګړه کړې ده، دوی باید له ګواښ سره مخ افغانان یوازې پرې نه ږدي.»

  • مستعار نوم