افغانې ښځې په کابل کې. انځور:‌ رویټرز
افغانې ښځې په کابل کې. انځور:‌ رویټرز

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې، دوه ویشت کلنه نجیبه او کورنۍ یی په کابل کې پټ ژوند کوي. نجیبه وایي‌ دوی ځکه له ګواښ سره مخ دي چې پلار یې پخواني نظام کې دنده لرله. نوموړې او کورنۍ یې د ۲۰۲۱ په اګست میاشت کې هڅه وکړه چې له افغانستانه ووځي، خو کابل هوایي ډګر ته نږدې ګڼه ګوڼه د دې لامل شوه چې یو چا یې پاسپورټونه غلا کړي.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵مه واک ته د طالبانو له رسېدو سره د نجیبې یو ورور د فرانسې سفارت ته ځان ورساوه او له هغه ځای نه د کابل هوایي ډګر ته انتقال شو. نجیبې او کورنۍ یې هڅه وکړه چې له نوموړي سره یو ځای شي، خو د کابل هوایي ډګر شاوخوا ګڼه ګوڼه کې یې چا پاسپورټونه غلا کړل. دوی نور نه شي‌ کولی چې له افغانستانه ووځي. د نجیبې ورور اوس په فرانسه کې دی او دلته یې قبولي ترلاسه کړې ده.

نجیبه له خپلې کورنۍ سره له تېر یو کال راهیسې پټ ژوند کوي. هغې د امنیتي ګواښونو له امله کډوال نیوز سره خپله کیسه په کتبي ډول شریکه کړې ده.

«زه ۲۲ کلنه یم. درې وروڼه او درې خوېندې لرم. د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مو هڅه وکړه چې د کابل هوایي ډګر ته واوړو، خو هلته زرګونه کسان راټول شوي وو. مور مې زموږ پاسپورټونه خپل دستکول کې پټ کړي وو. د خلکو د هجوم له امله مې مور پر ځمکه وغورځېده، یو هلک یې دستکول غلا کړ او وتښتېد. موږ یې په پیدا کېدو ونه توانېدو او بېرته کور ته راغلو.

د تخلیې وروستیو ورځو کې هوایي ډګر ته څېرمه د ځانمرګو بریدونو ګواښ زیات شوی و. پلار مې نه غوښتل چې موږ بېرته هوایي ډګر ته ولاړ شو.

بیا ولولئ: افغان قاضي: «د ګواښونو له امله له ژوند تنګ راغلی یم»

ښه او عادي ژوند مو درلود

یو کال کېږي چې ژوند مو د دوژخ په شان دی. د طالبانو له راتګ مخکې مو ښه او عادي‌ ژوند درلود. ما د کابل په یو خصوصي پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو په برخه کې زدکړې کولې. هیله مې لرله چې یو کال وروسته به د فراغت سند ترلاسه کړم.

پلار مې لویه څارنوالي کې دنده لرله، خور مې هم. مور مې کار نه کاوه او خوېندې او وروڼه مې پر تعلیم او تحصیل بوخت وو.

د طالبانو له راتګ وورسته مو ژوند کې بدلون راغی. لومړيو ورځو کې مو ځینې کسان کور ته راغلل او هر څه یې خراب کړل. هغه وخت موږ د خپلو خپلوانو کور ته تللی وو. خو دوی بیا موږ ته وویل چې له کور څخه یې ووځو، وېره یې درلوده چې طالبانو ته مې د پلار او خور د دندو په هکله خبر ورکړل شي.

بیا ولولئ: افغان خبریال: «که افغانستان کې پاتې شم، د طالبانو له خوا وژل کېږم»

ګاونډيو هېوادونو ته تللی نه شو

موږ خپل کور ته راستانه شوو. هغه مهال طالبانو د خلکو کورونه لټول. له مجبورۍ مو خپل ټول اسناد وسوځول. ما د بهرني سیاست په هکله خپل ټول کتابونه وسوځول. موږ تاجېک یو او دغه واقعیت مو هم ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته نه شو تللی ځکه چې نور پاسپورټ نه لرو. دلته هم د پاسپورټ غوښتنه هم نه شو کولی ځکه چې زما د پلار او د خور د ګوتو نښې د پاسپورټ په اداره کې ثبت شوې دي. طالبان په اسانۍ کولی شي چې پخوانی کاري هویت یې معلوم کړي او ونیسي یې.

له افغانستانه د وتلو لپاره مې فرانسوي چارواکو ته زیات پیغامونه استولي دي، خو کوم ځواب مې نه دی ترلاسه کړی. دمګړۍ په خپل هېواد کې ځان زندانۍ احساسوم.»

  • مستعار نوم