د بلاروس او پولنډ پر پوله بند پاتې افغانان. تصویر: د یو افغان سرتیري لخوا استول شوی.
د بلاروس او پولنډ پر پوله بند پاتې افغانان. تصویر: د یو افغان سرتیري لخوا استول شوی.

په افغانستان کې د جموریت نظام له پر ځیدو وروسته ګڼ شمیر پخواني افغان سرتیري، اروپا ته د رسیدو په موخه قاچاقي سفرونه ته مخه وکړه. یو پخوانی افسر چې ۵ کاله يي د افغانستان په مختلفونو ولایتونو کې د حوزې آمر و، اوس له یو شمیر نورو افغان سرتیرو سره غواړي پولنډ ته واوړي خو په بیلاروس کې بند پاتې او ډیرې سختې شپې او ورځې سبا کوي. نوموړی نهه ځلې هڅه کړې ترڅو پولنډ ته واوړي خو د پولیسو لخوا بیرته ګرځول شوی.

دغه ۳۵ کلن افغان وايي چې د بلاروس پولیسو لخوا پر سپیو داړول شوی او د یخنې له امله يي په ځنګل کې نوکان هم له لاسه ورکړی. احمد دا مهال له څلورو نورو افغان سرتیرو سره پولنډ پولې ته څیرمه د بلاروس په برست ښار کې د انتظار شپې او ورځې سبا کوي.

دغه پخوانی افغان افسر د بلاروس او پولنډ د پولیسو د غیر انساني چلند په اړه کډوال نیوز ته خپله کیسه داسې کوي:

« پنځه کاله د افغانستان د کورنیو چارو وزارت افسر وم او په بیلابیلو ولایتونو کې مې د حوزې د آمر په توګه خدمت وکړ خو د طالبانو له واکمنۍ څو ورځې وړاندې اړ شوم چې خپل هیواد پریږدم.

قاچاقبر سره مې له کابل څخه تر مسکو پورې په پنځه زره ډالره خبرې وکړې او مسکو ته يي ورسولم. له مسکو څخه تر بلاروس او اروپا پورې د رسولو لپاره مو د اوه زره ډالرو په بدل کې له بل چاچاقبر سره خبرې وکړې. له یو اوږد سفر وروسته د افغانانو له یوې ډلې سره بلاروس ته ورسیدم. په دغه سفر کې مونږ سره پخواني افسران او د ولسمشر د امنیت د ادارې سرتیري هم وو.»

 د بلاروس او پولنډ پوله

« له یوې مودې وروسته د قاچاقبر لخوا د بلاروس مرکز څخه د پولنډ پولې ته نږدې «برسټ» سرحدي ایالت ته انتقال شو او یو چیرته پټ ساتل کیدو. له دغه سرحدي سیمې څخه مې ۹ ځلې هڅه وکړه تر څو پولنډ ته ځان ورسوم خو بیرته ګرځول شوی یم. ۵ ځلې د پولنډ خاورې ته هم د ننه شوی یم خو د پولنډ پولیسو بیرته بلاروس ته وشړلم.

دلته قاچاقبر لس کسیز ګروپ جوړوي او هر ګروپ سره یو یا دوه کسه لارښود وي او بیا د پولنډ پولې خواته حرکت کوي. مونږ په ځنګل او واوره کې ۳ ساعته پیاده مزل وکړ تر څو صفري نقطې ته ورسیږو. قاچاقبر پولې ته نږدې د جال او اغزن تارونو لاندې تر یو متره پورې د ځمکې لاندې ساحه سوری کړ او له دغه جال او اغزن تار څخه تیر شو. له دې ځایه بیا هم د پولنډ سرحد ته نیم ساعت مزل دی. پولنډ پر خپلو سرحدونو کانکریټي دیوالونه جوړ کړي چې د پاسه يي اغزن تارونه هم لګیدلي. قاچاقبر هڅه کوي مونږ د زینو په مرسته له دغې پولې واړوي.

نور ولولئ: د پولنډ او بیلاروس ترمنځ بند پاتي کډوال لاهم له تاوتریخوالو سره مخامخ دي

په وروستۍ ځل یوه اونۍ وړاندې له څلورو نورو افغان سرتیرو سره پولنډ ته واوښتم خو د پولیسو له وهلو ډبولو او بد چلند وروسته بیرته بلاروس ته يي و شړلم. پولیسو ته مې د خپلې وظیفې کارډ و ښود خو پروا يي و نه کړ.»

د پولیسو لخوا پر سپیو داړل

«هر ځل چې د پولنډ له پولې اوښتو د پولیسو لخوا له شکنجې او ډبولو وروسته بیرته بلاروس ته شړل کیدو. دلته په ځنګل کې نیم متره واوره ده او هوا ډیره سړه ده. د یخنۍ نه زمونږ د ځینو ملګرو نوکان ووتل. زما پښې له ډیره یخه پوستکې اچولي. په دغه سړه هوا کې مې دلته څلور او پنځه مړي په خپلو سترګو ولید خو د مرستې لپاره له وسه مې څه پوره نه و.

د احمد* لاسونه د ډیرې یخنۍ له امله سخت ژوبل شوی. تصویر: احمد، بلاروس. فبروري ۲۰۲۳
د احمد* لاسونه د ډیرې یخنۍ له امله سخت ژوبل شوی. تصویر: احمد، بلاروس. فبروري ۲۰۲۳

د پولنډ خاورې ته چې د ننه شو پولیسو و نیولم او زما پر سترګو يي ګاز « سپرې » و شیندل چې دوه ساعته مو سترګې کار نه کولې. پولیسو سخت و ډبولم او غیر انساني چلند يي له ما سره وکړ. اسناد او نورې توکې يي له ما څخه واخیستې. له یوې مودې وروسته يي مونږ ټول بیرته ځنګل ته بوتلو او له هغه ځای يي بیرته له پولې بل لورې ته بلاروس کې يي خوشي کړو چې بیا د بلاروس پولیس و نیولو او سپي يي پر مونږ خوشې کړې. مونږ ته يي وویل چې بیرته پولنډ ته وګرځې.

پولیس له قصده داسې غیر انساني چلند کوي ترڅو مونږ مړ شو.

یو ځلې چې پولیسو و نیولو لیتوانیا پولې ته څیرمه په یو ځنګل کې يي خوشي کړو او مونږ ته يي وویل چې بیا را نه شئ!

له لیتوانیا سرحدي سیمې څخه په ځنګل او واوره کې له دوه شپې او یوه ورځ مزل وروسته بیرته بلاروس ته راوګرځیدو تر څو پولنډ ته واوړو.

 کلونه مې وطن او خاورې ته خدمت وکړ خو بلاخره له دا ډول برخلیک سره مخامخ شوم. اوس دلته مونږ ته دانسان په سترګه نه کتل کیږي او هیڅ څوک زمونږ د پوښتنې نشته.

ټولو افغانو کورنیو ته مې پیغام دا دی چې خپل اولادونه پر دغو قاچاقي لارو مه پریږدی او د قاچاقبرو پر درواغو هیڅ باور مه کوئ».


احمد*