آلمان سياستوال: مهاجر ماشومان بايد له ښوونځي مخکې د آلماني ژبې په زدکړه مکلف شي
د آلمان د مسيحي دموکرات اتحاد عمومي منشي ماريو زايا ويلي دي چې صرف هغه مهاجر ماشومان دې ښوونځيو ته داخل کړل شي چې آلماني يې زده وي.
د آلمان د مسيحي دموکرات اتحاد عمومي منشي ماريو زايا ويلي دي چې صرف هغه مهاجر ماشومان دې ښوونځيو ته داخل کړل شي چې آلماني يې زده وي.
يو افغان مهاجر چې دوه کاله مخکې له آلمان څخه افغانستان ته اخراج شوی وو اوس ورته د آلمان ويزه ورکړل شوې او بيرته آلمان ته راځي. آلماني چارواکو د دغه ۲۳ کلن افغان د پناه غوښتنليک ته د رد ځواب ورکړی وو او دې سره افغانستان ته اخراج شوی وو.
د ادغام له پاره د آلمان د حکومت ځانګړې مامورې، انېت ويدمن ماوڅ، د ټولو پناه غوښتونکو له پاره د آلماني د ژبې د کورس وړانديز کړی دی. دمګړی يوازي هغه چا ته دغه کورس برابريږي چي د پاته کېدو لرليد ولري.
یوې نوې څیړنې موندلې ده چې په آلمان کې مهاجر ډېر وخت د ژبې د زده کړې په برخه کې د ستونزو له کبله کار نه شي موندلای او په دې ډول دوی د کار په بازار کې په سمه توګه نه ادغامیږي.
آلمان په تيرو کالونو کې نژدې ۳۰ زره کم سن مهاجرو ته ځای ورکړی دی. سوريايي مهاجر محمود الحمسي يو له دوی څخه دی او وايي چې پوهېږي په آلمان کې څه شی مهم دی.
په آلمان کې هغه مهاجر چې د ژبي او ادغام په کورسونو کې ګډون کوي ډېری يې په وروستۍ آزموينه کې ناکاميږي. د آلمان د مهاجرت اداره د دغې ستونزې ستر لاملونه د مهاجرو غيرحاضري او د زده کړې له ميتود سره د هغو نه بلديا بولي.