بريتانيه غواړي د بشري حقونو له اروپايي محکمې څخه په جزوي توګه جلا سي
بريتانيې پلان درلود چي يو شمير مهاجر د الوتکي په مرسته و روانډا هيواد ته ولېږي. خو د اروپايي محکمې يو امر د دغه پرواز د لغوه کولو لامل سوی ؤ.
بريتانيې پلان درلود چي يو شمير مهاجر د الوتکي په مرسته و روانډا هيواد ته ولېږي. خو د اروپايي محکمې يو امر د دغه پرواز د لغوه کولو لامل سوی ؤ.
د بشري حقونو د څار سازمان ( امنیستی انترنیشنل) او یو شمیر نور بشري بنسټونو د یوې اعلاميي په خپرولو سره د پاکستان او ایران په ګډون له یو شمیر هیوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالۍ پاي ته ورسوي او په افغانستان کې د وضعیت تر ښه کیدو پورې دې په عاجل ډول د افغان کډوال اجباري ایستل و دروي.
ترکي چارواکي وایي چې د کډوالۍ د کنترول لپاره یې ځینې نوي بندیزونه لګولي دي. ډېری دغه بندیزونه پر هغو کسانو لګول شوي چې سوریه کې له جګړې وروسته یې ترکیې ته پناه وړې وه.
د ترکي سرچینو په حواله د تېرې شنبې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې نږدې ۱۷۰۰ «غیر قانوني» کډوال نیول شوي دي. لږ مخکې ترکیې ویلي وو چې په روان کال کې یې تر ۲۸ زره ډېر کډوال له خپلې خاورې څخه شړلي دي.
بریتانوي رسنیو راپور ورکړی چې د هغو ۷۰ کډوالو ترمنځ چې ټاکل شوې راتلونکي اونۍ رونډا ته واستول شي، افغانان هم شامل دي. سربیره پر دې انديښنې دادي چې په دغه لومړنۍ ډله کې یو شمیر کم عمره پناه غوښتونکي هم دغه افریقايي هیواد ته استول کیږي.
د بي بي سي د یو خبر له مخې د برېتانیا په یوه توقیف ځای کې نږدې ۲۰ پناه غوښتونکو روانډا ته د استول کېدو د خبر له ترلاسه کولو وروسته د نه خوړو اعتصاب کړی دی.
د بريتانيې هيواد غواړي چي په دوو اونيو کي و افريقايي هيواد روانډا ته د هغو مهاجرو اخراج پېل کړي، چي د مانش کانال له لاري ورته رسېدلي وي.
د ترکیې د کډوالۍ ادارې خبر ورکړی چې په روان کال کې يي له ۲۸ زرو څخه ډیر ناقانونه کډوال له خپلې خاورې ایستلي چې دا د تیر کال د همدغې مودې په پرتله ۷۰ سلنه ډیروالۍ ښيي. د اخراج شویو کډوالو تر ټولو ډیر افغانان دي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو او په دغه هیواد کې د اقتصادي بحران له رامنځ ته کیدو وروسته، اوس هره ورځ شاوخوا ۵۰۰۰ افغانان پر دښتو او خطرناکو لارو ایران ته اوړي چې دا کار د دواوړ هیوادو ترمنځ د ستونزو لامل ګرځیدلی.
د پناه غوښتنې شخړیزه مسوده چې چارواکو ته له برېتانیا څخه روندا ته د ناقانونه کډوالو د ستنولو اجازه ورکوي پرون پنجشنبه تصویب شوه. د برېتانیا د کورنیو چارو وزیر پریتي پاتل دا یوه «تاریخي شېبه» بللې ده، خو سازمانونه بیا وایي چې دا یوه «غمجنه ورځ» ده. دوی ټینګار کوي چې په پام کې لري د دغه قانون پر وړاندې محکمو ته شکایت وکړي.
ترکي چارواکي ویلي چې په راتلونکو دریو ورځو کې به ۶۸۱ نور افغانان هم بیرته خپل هیواد ته واستوي. د یکشنبې په ورځ ۲۲۷ افغانان چې په ناقانونه ډول دغه هیواد ته د ننه شوي و په یوه چارتر الوتکه کې کابل ته استول شوي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد درامنن وایي چې فرانسه له خپلې خاورې څخه افغان کډوال بېرته افغانستان ته نه ستنوي. ایا دا خبره سمه ده؟ بشپړ معلومات لاندني مطلب کې.