فرانسه: ولې هغه بهرنیان چې په انتظار زون کې دي محکمې ته حاضرېږي؟
هغه کډوال چې د سرحدي پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته انتظار زون کې ساتل کېږي، اړ دي چې محکمې ته حاضر شي. انتظار زون هغه ځای ته وایي چې اسناد نه لرونکي بهرنیان پکې ساتل کېږي.
هغه کډوال چې د سرحدي پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته انتظار زون کې ساتل کېږي، اړ دي چې محکمې ته حاضر شي. انتظار زون هغه ځای ته وایي چې اسناد نه لرونکي بهرنیان پکې ساتل کېږي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت په یو رسمي ایمیل کې چې بي بي سي ته په لاس ورغلی، راغلي چې سلګونه کډوال د توقیف په مرکزونو کې په ناقانونه ډول نیول شوي دي. دغه ایمیل په ډاګه کوي چې د دغو کډوالو نیول « نور قانوني ندي» او زیاته شوې:« دوې باید ژر تر ژر هوټلونو ته ولیږدول شي.»
په یوه راپور کې چې د اکټوبر په ۳۱مه خپور شوی دی، درې سازمانونه وایي چې الکترونکي لاس بندونو پناه غوښتونکي له رواني ستونزو او فشارونو سره مخ کړي دي. د برېتانیا حکومت تېره جون میاشت ځینې کډوال د جي پي اس لرونکو لاس بندونو اغوستلو ته اړ کړل. دغه کډوال ویلي دي چې لاس بندونه د دوی د «منزي کېدو» سبب شوي دي.
فرانسه کې د افغانستان سفارت افغانستان ته د یوه اخراجېدونکي افغان کډوال د استول کېدو لپاره قنسولي اجازه لیک صادر کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې د فرانسې حکومت له کابل سره دیپلوماتیکې اړیکې نه لري او ویلي یې دي چې افغان کډوال افغانستان ته بېرته نه استوي. کډوال نیوز راپور ورکوي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ژرالد دارمنن اعلان کړی چې ډیر ژر به د دغه هیواد په سویل لویدیځ «لوار اتلانتیک» حوزه کې د کډوالو لپاره د توقیف نوی اداري مرکز جوړ شي. دا په داسې حال کې ده چې د حکومت لخوا د کډوالو د ساتلو لپاره د توقیف د مرکزونو ډیرول له نیوکو سره مخامخ ده.
واک ته د طالبانو له رسېدو یو کال وروسته فرانسه کې رد شوي افغان کډوال لا هم د خاورې د پرېښودو سندونه ترلاسه کوي. ځینې نور بیا افغانستان ته د اخراج لړۍ د ځنډېدو سره سره اداري توقیف ځایونو ته لېږدول کېږي.
فرانسه کې مهاجر پلوه سازمانونو په خپل کلني راپور کې لیکلي دي چې تېر کال د فرانسې په اداري توقیف ځایونو کې بې سنده بهرنیان له «نامناسب» او «نامتناسب» چلند سره مخ شوي دي.
د فرانسې ولسمشریزو ټاکنو کې د کېڼ اړخو ډلو نوماندانو د کډوالۍ په هکله خپل پروګرامونه وړاندې کړي دي. ځینې نوماندان وایي چې سند نه لرونکو کسانو ته باید سند ورکړل شي، ځینې نور بیا وایي چې دوی به د هډوکو ازموینه لغوه کوي. بشپړ جزیات یې لاندې مطلب کې.
د فرانسې د ښې اړخې او د ښې اړخې افراطي ډلې نوماندان پر دې ټینګار کوي چې دوی به له واک ته رسېدو وروسته ټول بې سنده کسان له فرانسې څخه وشړي. خو دا خورا پیچلې پروسه ده او د کډوالو شړل ځانګړو شرایطو ته اړتیا لري.
ایا د طالبانو له راتګ وروسته د فرانسې دولت افغانستان ته د افغانانو ایستلو ته دوام ورکوي؟ ځواب يي هو دی، خو په غیر مستقیم ډول سره. د فرانسې دولت په مستقیم ډول افغانان نه اخراجوي خو دغه اخراج د نورو اروپايي هیوادونو له لارې ترسره کیږي. د کډوالۍ ملاتړ ادارې دا کار دوه ګونۍ سیاست بولي او په کلکه يي غندي.
د پاریس په ختیځه برخه کې د کډوالو له اداري توقیف مرکز (CRA) څخه نن چهارشنبه درې کډوال په تیښته بریالي شوي دي. مرستنیدویه ادارې وايي چې په دغو توقیف مرکزونو کې د کډوالو وضعیت سم نه دی.