د ژغورنې نړیوالې کمیټې اروپایي ټولنه د افغانانو بیا مېشتولو کې په «بې غورۍ» تورنه کړې
د ژغورنې نړیواله کمیټه په خپل تازه راپور کې وایي چې د اروپایي ټولنې مشرانو د افغان کډوالو د بیا مېشتولو په برخه کې «لویه بې غوري» کړې ده. د راپور له مخې، سره له دې چي نړۍ کې افغانان د کډوالو درېیم لوی اکثریت جوړوي، خو په ۲۰۲۲ کې یوازې ۲۷۱ افغان کډوالو ته اروپایي ټولنه کې د بیا مېشتېدو زمینه برابره شوې ده.