افغان مېرمنې: آلمان دې د افغانانو د رایستلو پروسه چټکه کړي
په برلین کې د افغان مېرمنو یوې غونډې پر آلمان حکومت غږ کړی چې په افغانستان کې له خطر سره د پاتې افغانانو په انتقال کې دې خپلې هڅې چټکۍ کړي.
په برلین کې د افغان مېرمنو یوې غونډې پر آلمان حکومت غږ کړی چې په افغانستان کې له خطر سره د پاتې افغانانو په انتقال کې دې خپلې هڅې چټکۍ کړي.
نیانګل م. هغه افغان کډوال دی چې د خاورې د پرېښودو سند یا ترک خاک ورکړل شوی دی. دا په داسې حال کې چې د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې افغانستان ته د رد شویو افغان کډوالو د استولو لړۍ درول شوې ده.
د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د نوي لارښوود له مخې له دغه هیواد څخه افغانستان ته د ځینو افغانانو شړل ورته رښتینی ګواښ نه پېښوي. دغه لارښود افغانستان ته د رد شویو پناه غوښتونکو د اخراج زمینه برابرولی شي.
د سکاټلند د وېست لوتیان سیمه ایزې شورا چارواکو ویلي دوی به په راتلونکو پنځو کلونو کې ۶۰ افغان مهاجرو ته پناه ورکړي. سکاټلند له ۳۲ سیمه ایزو شوراګانو څخه جوړ شوی دی.
د چک لومړي وزیر اندرې بابیش پرون سه شنبه وویل په اروپایي ټولنه کې د افغان مهاجرو لپاره ځای نشته. نوموړي زیاته کړه داسې یوه حل لاره باید وموندل شي چې افغانانو ته خپل هیواد کې د پاتې کېدو اجازه ورکړي.
فرانسه کې مېشتو څلور افغانانو د فرانسې له دولت شورا څخه غوښتي دي چې کورنۍ یې ژر تر ژره له افغانستان څخه وباسي. ټاکل شوې ده چې سبا پنجشنبه د فرانسې د دولت شورا د دغو کسانو د غوښتنې په اړه پرېکړه وکړي.
د فرانسې د اوورنی رون الپ قومندانۍ ویلي په پام کې لري چې له افغانستان څخه ایستل شوي ۲۷۰ افغانان به دغه سیمه کې ځای پر ځای کړي.
پرون یکشنبه د شپې له خوا د افغانانو ۲۵۰ کسیزه ډله فرانسه ته ورسېدله. کابل ته د طالبانو تر ورتګ راهیسې ۱۰۸۵ کسان چې ډېری یې افغانان دي فرانسې ته راوستل شوي دي.
یونان تېره جمعه وویل چې پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته یې د افغان مهاجرو د نویو څپو د مخنیوي لپاره له ترکیې سره پر پوله د ۴۰ کیلومتره په اوږدوالي د سرحدي دېوال د جوړولو کار پای ته رسولی دی.
د ناټو یو چارواکي نن جمعه وویل د تېرې یکشنبې په ورځ پلازمېنې کابل ته د طالبانو له ورتګ راهیسې تر ۱۸۰۰۰ ډېر کسان د کابل له هوایي ډګر څخه ایستل شوي دي.
اروپایي ټولنې پرون چهارشنبه وویل د افغانستان سیاسي وضعیت ته په کتو سره تمه ده چې له دې هیواد څخه اروپا ته د راتلونکو مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راشي. یادې ټولنې له خپلو غړو هیوادونو څخه غوښتي دي چې دوی باید د ښځو او نجونو په ګډون زیات شمېر هغه افغانان ومني چې ساتنې ته اړتیا لري.
پرون چهارشنبه د افغانانو ۱۸۴ کسیزه ډله د پاریس رواسي شارل دو ګول هوایي دګر ته ورسېدله. ټاکل شوې چې نن پنجشنبه د شپې له خوا نږدې ۲۰۰ تنه نور پاریس ته ورسېږي.