بېربوک په تبعيد کې له افغانانو سره د مرستې ژمنه وکړه
د آلمان د بهرنيو چارو وزیرې په تبعيد کې له افغانانو سره د آلمان پر مرستو ټينګار وکړ، همدا راز له هغوی سره هم چې په افغانستان کې ژوند کوي. نوموړې په عين وخت کې يوې بلې مهمې مسئلې ته هم اشاره وکړه.
د آلمان د بهرنيو چارو وزیرې په تبعيد کې له افغانانو سره د آلمان پر مرستو ټينګار وکړ، همدا راز له هغوی سره هم چې په افغانستان کې ژوند کوي. نوموړې په عين وخت کې يوې بلې مهمې مسئلې ته هم اشاره وکړه.
په افغانستان کي د آلمان د ماموريت پر وخت د افغان ځايي همکارانو د ملاتړ شبکه وايي چي په افغانستان کي لا په سلونو ځايي همکاران د تخليې په انتظار دي.
د آلماني چارواکو په حواله دغه هېواد اوس هم افغان سيمه ایز همکاران او د هغوی د کورنيو غړي آلمان ته انتقالوي. زياته شوې چې په اوسط ډول په اونۍ کې «۲۰۰ افغانان له پاکستان څخه د الوتکو له لارې آلمان ته انتقال شوي.»
د مهاجرو پلوي سازمان (پروازول) د اوکراين جګړې ته په کتو سره ویلي دي چې په افغانستان کې د پخواني حکومت او لویديځ د بېلا بېلو ټولنو همکاران او د هغوی کورنۍ بايد هېرې نه شي. ويل شوې ده چې د دغو انسانانو «ژوند په خطر» کې دی.
د طالبانو له خوا پر ښځو مخ پر زیاتیدونکو فشارونو ته په کتو سره، د آلمان زرغون ګوند له نوموړي هیواد څخه د افغانانو پر راایستلو ټینګار کوي. د جرمني حکومت هم دلا ډیرو افغانانو د منلو له پاره د یوه پروگرام پر جوړولو کار کوي.
د جرمنۍ ورځپاڼې شپیګل د یو خبر له مخې دغه هیواد غواړي چې د منل کېدونکو افغان کډوالو شمېر کم کړي. د جرمني د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې په کال کې حداکثر ۵۰۰۰ افغانان ومني. دا به هغه کسان وي چې خپل هیواد کې یې ژوند له ګواښ سره مخ دي.
د فارېن پالیسۍ مجلې د یو راپور له مخې آلماني چارواکو د جګړې له امله بې ځایه شویو اکراینیانو ته د سرپناه برابرولو لپاره سلګونه افغان کډوال له دولتي کورونو څخه ایستلي دي.
په آلمان کي څه ناڅه ۳۰ زره افغان پناه غوښتونکي چي په هغو کي ډېر ځوان نارينه هم شامل دي، د خپلي پناه غوښتني د عريضو ارزوني ته سترگي په لار دي.
د آلمان د بهرنيو چارو وزیرې په پارلمان کې د دغه هيواد له سياسي اپوزيسيون څخه غوښتنه کړې ده چې حفاظت ته د اړتيا لرونکو افغانانو د منلو د نوي بشري پروګرام ملاتړ وکړي.
د بشري حقونو د څار ټولنې پر آلمان باندي له افغانستان څخه د وتلو په ترڅ کې له ملکي افغانانو سره د چلند له کبله نيوکه کړې ده. د تازه معلوماتو له مخې کابو ۲۰ زره افغانان اوس هم آلمان ته د سفر د امکان برابريدو په انتظار دي.
د جرمني داخله وزیره په آلمان کي د افغان پناه غوښتونکو د پاته کیدوښه چانسونه ویني. په خبره یې افغان پناه غوښتونکي آن کولای سي د پناه دغوښتنلیک په اړه تر پریکړې مخکي د دولت لخوا تمویل سوو د ادغام په کورسونو کې برخه واخلي.
آلمان د اګست مياشتي راوروسته په لومړي ځل بيا له کابل څخه خپل ځايي همکارانو، د هغوی کورنې او نور انسانان له افغانستان څه دباندي انتقال کړي دي.