طالبانو له افغانستان څخه پر ناقانونه سفرونو بندیز لګولی
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د هغو افغانانو پر سفر بندیز لګولی چې غواړي په قاچاقي او ناقانونه لارو ایران او پاکستان ته سفر وکړي. خو بل پلو بیا د نیمروز ولایت له لارې له ایران څخه په یوه ورځ له ۱۴۰۰ څخه ډیر افغانان اخراج شوي او یا هم په خپله خوښه راستانه شوي.