دریو میاشتو کې له ۱۰ زرو څخه ډیر افغانان له فرانسې څخه بریتانیا ته اوښتي
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کال په لومړیو دریو میاشتو کې د پناه غوښتنې شمیر ۵۵۱۴۶ ته لوړ شوی چې له دې سره په تیرو دوو لسیزو کې د پناه غوښتنې شمیر تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی. د بخښنې نړیوال سازمان حکومت په دې اړه په ناکامۍ تورنوي او وايي چې د پناه غوښتونکو دوسیو ته يي په وخت سره رسیدنه نه ده کړې. د یاد وزارت په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې فرانسې څخه بریتانیا ته د کښتیو له لارې د رسیدلو کډوالو لویه برخه افغانان دي.