د یونان په ځنګلونو کې اورلګیدنې ګډوال له خپلو سیمو بې ځایه کړي
د یونان پلازمینې اتن ښار په خیتځه برخه کې زرګونه هغه کډوال چې د سترې اورلګیدنې له امله د کډوالو له کمپونو بې ځایه شوې وې او بیرته خپلو سیمو ته استول شوي دي.
د یونان پلازمینې اتن ښار په خیتځه برخه کې زرګونه هغه کډوال چې د سترې اورلګیدنې له امله د کډوالو له کمپونو بې ځایه شوې وې او بیرته خپلو سیمو ته استول شوي دي.
د ۲۰۲۰ په سپټمبر میاشت کې د یونان موریا مهاجر کمپ ته د اور اچونې په تور څلور افغان پناه غوښتونکي په لس لس کاله حبس محکوم شوي دي. د نوموړو مدافع وکیلانو او د مهاجرو د حقونو مدافع سازمانونو د محکمې دغه پرېکړه غیر عادلانه بللې ده.
د موريا کمپ د سوځل کيدو څخه ۹ مياشتي وروسته لا هم د نوي مهاجر کمپ جوړولو تعميراتي چاري نه دي پېل سوي.
د یونان د لېسبوس ټاپو یوې محکمې دوه افغان مهاجر موریا کمپ ته د اور اچونې په تړاو په ۵ کلونه تنفیذي بند محکوم کړل. تېره سپټمبر میاشت د اروپا د مهاجرو تر ټولو لوی کمپ موریا د اورلګېدنې له امله ویجاړه شوه.
د یونان د اوروژنې اداره وایي چې د دغه هیواد د شمالي تسالونیک ښار په یوه متروکه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۳ مهاجر وژل شوي دي.
يوې حامله دارې مهاجري د يونان په ليسبوس ټاپو کي واقع مهاجر کمپ کاراټېپه کي ځان ته اور اچولی. دغه مېرمنه د افغانستان سره تړاو لري.
د یونان روغتیایي چارواکي وایي پرون سه شنبه د فبرورۍ ۲۳مه د یونان پلازمېنې اټن په شمالي سیمه کې پروت مهاجر کمپ کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده. په وینا یې پېښه کې یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان او ایران پر پوله خونړۍ اورلګیدنې چې ګڼ مالي او ځاني زیانونه يي اړولي، له ایران څخه ستنیدونکو کډوالو لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان د خدماتو بهیر يي اغیزمن کړی.
تېره پنجشنبه د برتانیا د کنټ ښار د مهاجرو د هرکلي په مرکز کې اورلګېدنه رامنځ ته شوه. برتانوي پولیس وایي چې ۱۴ کسان یې د پېښې په تړاو نیولي دي. تر دې دمخه د مهاجرو مدافع بسنټونو دغه مرکز کې د مهاجرو د ژوند پر سختو شرایطو نیوکې کړې وې.
د آلمان د نارد راين ويستفالن ايالت په شلايدن سيمه کي د مهاجرو په يو کمپ کي د اور لګېدني له کبله يو شمير مهاجر ژوبل شوي دي. دغه کمپ په يوه پخوانۍ پوځي مرکز کې جوړ شوی.
چارواکي وايي چې د بوسنیا هرزګوینا په شمال کې د لیپا په نوم د کډوالو یو کمپ اور اخیستی چې امله يي شاوخوا ۱۳۰۰۰ کډوال بې کوره شوي. په دغه کمپ کې چې د ژوندانه شرایط له وړاندې سخت و له اورلګیدنې وروسته اوس دغه خلک د ژمي په سړه هوا کې د سړکونو پر غاړه آواره شوي.
د «بې سرحده ډاکترانو» سازمان د يونان په ساموس ټاپو کي په مهاجر کمپ کي د اوسېدونکو مهاجرو د وضعې په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.