په يونان کې د سمندري ژغورونکو محاکمه
د يونان په ليسبوس ټاپو کې د سه شنبې په ورځ د ۲۴ سمندري ژغورونکو پر ضد محاکمه پېل شوه. ياد شمېر ټول کسان د بشري مرستو د سازمانونو همکاران دي.
د يونان په ليسبوس ټاپو کې د سه شنبې په ورځ د ۲۴ سمندري ژغورونکو پر ضد محاکمه پېل شوه. ياد شمېر ټول کسان د بشري مرستو د سازمانونو همکاران دي.
د یونان یوې محکمې یو افغان کډوال ته چې له دې وړاندې په ۵۰ کاله بند محکوم شوی و له دوو کالو ځنډ وروسته برائت ورکړی دی. پر نوموړی تور و چې د یونان خاورې ته یې د کډوالو تګ ته زمینه برابره کړې ده.
فرانسوي چارواکو د څلور تنو افغانانو په ګډون یو شمیر قاچاقچیان چې د فرانسې له کالې بندري ښار څخه په وړو کښتیو کې افغان او پاکستاني کډوال بریتانیا ته قاچاق کول، نیولي دي. قاچاقچیانو د دغه کار لپاره له هرکس څخه ۳۵۰۰ یورو ترلاسه کول.
د یونان ساحلي ځواکونه وایي چې اژه سمندر کې د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې یو تن ډوب شوی دی. چارواکو د څو تنو نورو د ژغورلو خبر ورکړی دی.
یوناني چارواکي وایي چې د اژې سمندر په لوېدیځ زون کې یې د ۳ نورو کډوالو مړي موندلي دي. تېره اونۍ د کډوالو یوه کښتۍ په اژه سمندر کې ډوبه شوه چې له امله یې ۲۶ تنه ووژل شول او شاوخوا ۳۰ تنه نور لادرکه دي.
د یونان ساحلي ځواکونو پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې د کډوالو د دوو کښتیو ډوبېدو پېښو کې لږترلږه ۲۱ کسان مړه شوي او تر ۴۰ ډېر کډوال لادرکه دي. زیاته شوې ده چې د لادرکه شویو کسانو د لټون هڅې ادامه لري.
د یونان سمندري ځواکونو نن سه شنبه د نومبر لومړۍ نېټه د دغه هېواد په ساحلي اوبو کې د لسګونو هغو کډوالو د لټون عملیات پیل کړي دي چې کښتۍ یې په سمندر کې ډوبه شوې ده. چارواکو تر اوسه د ۹ کډوالو د ژغورلو خبر ورکړی دی.
د ترکیې سمندري ځواکونو پرون دوشنبه وویل چې په خپلو ساحلي اوبو کې یې تر ۴۲۰ ډېر کډوال ژغورلي دي. د چارواکو په حواله، دغه کډوال د یونان ساحلي ځواکونو له خوا د ترکیې پر لور شړل شوي وو.
د اروپا د جعل کارۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې یا اولاف په خپل تازه راپور کې وایي چې د اروپا د پولې ساتنې ادارې یا د فرانتکس لوړپوړو چارواکو له یونان څخه ترکیې ته د کډوالو د شړلو په اړه معلومات پټ ساتلي دي.
د ترکیې ساحلي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په پایله کې د دغه هېواد په ساحلي اوبو کې ۱۴۳ سند نه لرونکي کډوال نیولي دي. د چارواکو په حواله، یاد مهاجر یوناني ځواکونو له خپلو ساحلي اوبو څخه په شا تمبولي وو.
د یونان ساحلي ځواکونو پرون پنجشنبه وویل چې د اژې سمندر په فولګاندروس ټاپو کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۷ کډوال موندلي دي. زیاته شوې ده چې دغو مهاجرو له ترکیې څخه د ایټالیا پر لور خپل سفر پیل کړی و.
د ترکیې ساحلي ځواکونه وایي چې د تېرې جمعې په ورځ یې اژه سمندر کې د شپږو کډوالو مړي موندلي دي. زیاته شوې ده چې د یو ورک شوي کډوال د لټون هڅې لا هم ادامه لري.