صربیا له هنګري او اتریش سره هوکړه کړې چې خپلو سوېلي سرحداتو ته به نوي سرتېري واستوي
صربیا د چهارشنبې په ورځ له هنګري او اتریش سره هوکړه وکړه چې د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره به له شمالي مقدونیې سره پر پوله امنیتي تدابیر زیات کړي. بل پلو اتریش ژمنه کړې ده چې دغې سرحدي سیمې ته به ۱۰۰ سرتېري واستوي.