په آلمان کې د پناه غوښتنې د محدوديتونو ۳۰ کاله پوره شول
په آلمان کې د پناه غوښتونکو د زيات شمېر له کبله احتجاجونه نوې خبره نه ده. همداسي احتجاجونه دېرش کاله ترمخه د پناه غوښتنې د محدوديت لامل شول.
په آلمان کې د پناه غوښتونکو د زيات شمېر له کبله احتجاجونه نوې خبره نه ده. همداسي احتجاجونه دېرش کاله ترمخه د پناه غوښتنې د محدوديت لامل شول.
په بوسنیا کې د کډوالو مدافع بنسټونه وایي چې د روان کال په مارچ او اپریل میاشتو کې ګڼ شمېر کډوال په سرویس موټرونو کې له کرواسي څخه بوسنیا ته شړل شوي دي. د کرواسي چارواکي دا خبره مني او وایي چې دغه کډوال یې د دوه اړخیز هوکړه لیک پر اساس بوسنیا ته استولي دي.
د بشري حقونو سازمانونو یوې څېړنې موندلې چې په ۲۰۲۲ کې لږترلږه ۸۶۷ کم عمر لرونکي کډوال د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت له خوا په غلطه د بالغو کسانو په توګه پېژندل شوي دي. په راپور کې راغلي دي چې یاد کډوال بالغو کسانو ته ځانګړي شویو هوټلونو کې ځای پر ځای شوي او یا توقیف ځایونو ته استول شوي دي.
د فرانسې د حقونو مدافع اداره وایي چې په ۲۰۲۲ کې اداري خدماتو ته لاسرسی تر پخوا سخت شوی او آنلاین اداري پروسه کې د بهرنیانو له حقونو د سرغړونو پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. یادې ادارې ویلي چې تېر کال یې زرګونه شکایتونه ثبت کړي دي.
په ایسلنډ کې د بهرنیو اتباعو د حقونو په قانون کې له بدلون وروسته، دغه هیواد غواړي چې د پناه غوښتنې په برخه کې محدودیتونه ډیر کړي. په قانون کې د نویو بدلونو له مخې رد شوي پناه غوښتونکي نه شي کولای د سرپناه او روغتیايي آسانتیاوو څخه برخمن شي چې دغه پریکړه د بشري حقونو د ملاتړ ادارو له نیوکو سره مخامخ شوې.
د بشري حقونو د څار ټولنې د متحدو عربي اماراتو پر چارواکو تور لګولی دی چې تر دوو زرو ډېر افغانان یې په خپل سري توګه توقيف کړي چې د مهاجرو په توګه د منل کيدو او يا په بل ځای کې د مېشتېدنې قانوني لاره نه لري.
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د روانې اونۍ په دوو ورځو کې له څلور زرو ډیر افغان کډوال، له ایران څخه په جبري او خپله خوښه هیواد ته راستانه شوي. بل پلو د پاکستان له زندان څخه خوشي شوي افغانان هم بیرته افغانستان ته استول شوي.
د پاکستان د کراچۍ ښار کې طالب چارواکي ویلي چې د محکمې لخوا د ۴۰۵ افغان بندیانو د خوشي کولو حکم صادر شوی خو له ۴۰۰ ډیر ماشومان او میرمنې لا هم په زندانونو کې شپې سبا کوي. له دې سره په تیرو دوو میاشتو کې دوه افغانان د کراچۍ په زندانونو کې مړه شوي.
د پاکستان د کراچۍ پولیسو یو ځل بیا د دغه ښار له بیلابیلو برخو څخه ۱۱ افغانان نیولي. پولیسو ویلي چې دغو افغانانو په کراچۍ کې په ناقانونه ډول استوګنه درلوده. دا په داسې حال کې ده چې په ټولنیز شبکو کې د پاکستان په زندانونو کې د افغان ماشومانو او میرمنو تصویرونه د افغانانو غصه راپارولې.
د بخښي نړيوال سازمان له هسپانيې په باندنۍ سيمه مليا کي د وژل شوو پناه غوښتونکو په قضيه کي د هسپانيې او مراکش هيوادونه هم په پړه کي برخه وال بللي دي.
د بشري حقونو د څار ټولنې په حواله ترکي چارواکو بې شمیره سوریایان، زياتره یې د زور په کارولو د سرحد له لاري گاونډي هیواد ته استولي دي. د بشري حقونو فعالان دا کار له نړیوالو قوانینو سرغړونه بولي. انقره دا هر څه ردوي.
د جرمني د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو د دوشنبې په ورځ وویل چې هیواد يي د هغو افغانانو د منلو لپاره یو نوی پروګرام پیل کړی چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته يي ژوند له ګواښ سره مخامخ وي. د دغه پروګرام له لارې به هره میاشت زر تنه افغانان او د هغوی کورنۍ جرمني ته ولیږدول شي.