یونان: افغان کډوال له بند کمپ څخه د آزادۍ غوښته کوي
د یونان په شمال شرقي ښار زانتي کې د کډوالو په یو بند کمپ کې لسګونه افغانان د پولیسو په قید کې ساتل کیږي. دغه افغانان وايي چې پرته له کوم جرم څخه مونږ د میاشتو لپاره د پولیسو لخوا ساتل کیږو. دوې له دغه کمپ څخه د آزادۍ غوښتنه کوي.