آلمان: د بهرني مسلکي کارګرو د آسانه راتګ پر لايحه بحث کيږي
د آلمان حکومتي کابينې پر هغه مسوده بحث کوي چي په ترڅ کي به یې و بهرني مسلکي کارګرو ته و دغه هيواد ته راتګ آسانه شي. دغه مسوده بايد په پارلمان کي هم تصويب شي.
د آلمان حکومتي کابينې پر هغه مسوده بحث کوي چي په ترڅ کي به یې و بهرني مسلکي کارګرو ته و دغه هيواد ته راتګ آسانه شي. دغه مسوده بايد په پارلمان کي هم تصويب شي.
د فرانسې د کورنیو چارو او د کار وزیرانو ژرالد دارمنن او الیویې دیوسوپت د چهارشنبې په ورځ د پناه غوښتنې او کډوالۍ د نوې لایحې د مهمو ټکو په اړه توضیحات ورکړل. د دې لایحې له مخې به له فرانسې څخه د اخراج لړۍ چټکه خو د بهرنیو کارګرو منل اسانه شي. ټاکل شوې ده چې د فرانسې پارلمان په ۲۰۲۳ کې پر دغې لایحې بحث وکړي.
د اروپايي اتحاديې کميسيون ويلي دي چي قانوني مهاجرت د اروپايي ټولنې او اقتصاد لپاره ګټور دی. کميسيون غواړي چي اروپا ته قانوني مهاجرت آسانه سي.
د فرانسې ولسمشر او د دغه هیواد ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند امانویل مکرون فیګارو ورځپاڼې سره یوه مرکه کې ویلي چې هیواد کې یې د کډوالو شمېر له حده نه دی وتلی. هغه زیاته کړې ده چې فرانسه بهرنیو کارګرو ته اړتیا لري.
د ځایي رسنیو په حواله ایراني چارواکو دغه هیواد کې د بې سنده بهرنیانو د په کار ګومارلو د جریمې مبلغ لوړ کړی دی. تر دې دمخه چارواکو د یوه تلفوني پلټفارم په جوړلو سره له خلکو څخه غوښتي وو چې د یادو کسانو د ګومارېدو په صورت کې دې اړوندو مراجعو ته خبر ورکړي.
د برتانیا حکومت اعلان کړی چې د تېلو او خوراکي توکو د کموالي سره د مبارزې لپاره ۱۰۵۰۰ اروپایي کارګرو ته ویزه ورکوي. دغه ویزې به د ۲۰۲۱ د اکټوبر تر ډېسمبر میاشتې پورې اعتبار ولري.
اروپايي اتحاديې د شين کارد په نوم بهرني مسلکيانو ته ورکول کېدونکې اقامه لا جذابول غواړي. په دې توګه دغه اتحاديه غواړي له بهر څخه لا زيات مسلکيان دغه بلاک ته راسي.
بې سنده کارګر د کاري پېښو د رامنځ ته کېدو په صورت کې کولی شي چې د درملنې لپاره مسولو ادارو ته مراجعه وکړي. بشپړ معلومات لاندني مطلب کې.
د نړیوال پرمختګ مرکز یوه څېړنه ښيي چې اروپایي ټولنه تر ۲۰۵۰ کال پورې د کاري قوې کموالي سره مخ کېږي. د نړیوال پرمختګ مرکز د دغه کموالي د جبران لپاره له اروپي ټولنې څخه غواړي چې زیات شمېر مهاجر ومني.
ډېری مهاجر په فرانسه کې د ژبې له ستونزې سره مخ دي او ډاکټرانو ته د مراجعې په صورت کې ژباړونکو ته اړتیا لري. خو اوس د دې ستونزې د حل لپاره د الیا ټک په نامه یو اپلېکېشن جوړ شوی چې د مهاجرو خبرې فرانسوي ژبې ته ژباړي.
یوروپول او یوروجست اژانسونه وایي چې فرانسه، رومانیا او مالدیو کې یې ۳۸ کسان د بهرنیو کارګرو د قاچاق په تور نیولي دي.
د تابعیت په چارو کې د فرانسې د دولت وزیرې مارلېن شیاپا تېره سپټمبر میاشت ویلي وو هغو بهرنیانو ته چې د کورونا ویروس کړکېچ پر مهال یې لومړۍ کرښه کې مبارزه کړې فرانسوي تابعیت ورکول کېږي. څلور میاشتې وروسته سیماد ټولنه دا کار یو نمایشي اقدام بولي او زیاتوي چې غیرقانوني کارګر ترې ګټه نه شي اخیستلی.