د برېتانیا له هوټلونو څخه د لادرکه شویو کډوالو ماشومانو په اړه نوې موندنې
برېتانوۍ ګارډین ورځپاڼې په یو تازه راپور کې لیکلي دي چې د برېتانیا په سوېل کې له برایتون هوټل څخه لسګونه کم عمر لرونکي کډوال د جرمي ډلو له خوا تښتول شوي دي. د راپور له مخې، د تښتول شویو ۱۳۶ ماشومانو له ډلې چې برایتون هوټل کې اوسېدل ۷۹ تنه یې تر اوسه لادرکه دي.