په ۲۰۲۱ کال کې د کډوالۍ مهمې پیښې
روان ۲۰۲۱ میلادي کال له پېښو ډک کال و. تېر اوړی د افغانستان پخواني نظام ړنګېدنه او د طالبانو بیا واکمني یوه له دغو پېښو ده. پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته تر سلو زرو ډېر افغانان د تخلیې عملیاتو په ترڅ کې له دغه هیواد څخه وایستل شول. زرګونه نور بیا ګاونډیو هیوادونو ته مخه وکړه.
که څه هم د کابل تر سقوط مخکې جګړو سلګونه زره افغانان بې ځایه کړي وو، خو ځینو هیوادونو د افغان کډوالو اخراج ته ادامه ورکړه. د افغان کډوالو د نویو څپو د مخنیوي لپاره ترکیې له ایران سره پر پوله د خنډونو جوړولو کار پیل کړ. اروپا کې بیا یونان د مهاجرو لپاره تړلي کمپونه جوړ کړل. دغه راز د پولنډ او بېلاروس پر پوله زرګونه مهاجر بند پاتې شول. سږ کال انګلیس کانال کې هم د کښتۍ ډوبېدو پېښې له امله ۲۷ کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړل.