پولنډ له بېلاروس سره پر پوله د دېوال جوړولو کار پیل کړی
پولنډ پرون سه شنبه له بېلاروس سره پر پوله د دېوال جوړولو کار پیل کړ. د دغه دېوال د جوړولو موخه له بېلاروس څخه پولنډ ته د کډوالو د اوښتو مخنیوی په ګوته شوی دی.
پولنډ پرون سه شنبه له بېلاروس سره پر پوله د دېوال جوړولو کار پیل کړ. د دغه دېوال د جوړولو موخه له بېلاروس څخه پولنډ ته د کډوالو د اوښتو مخنیوی په ګوته شوی دی.
د پولنډ هيواد پوله ساتونکي وايي چي سږ کال يې له سپيني روسيې څخه و پولنډ او په دې توګه اروپايي اتحاديې ته د ننوتلو تقريبا ۶۰۰ کوښښونه ناکامه کړي دي.
پولنډي چارواکي وایي د دې هیواد سرحدي ځواکونو د هغې ډلې غړي نیولي دي چې له بېلاروس څخه پولنډ ته د کډوالو په قاچاق کې یې لاس درلود.
روان ۲۰۲۱ میلادي کال له پېښو ډک کال و. تېر اوړی د افغانستان پخواني نظام ړنګېدنه او د طالبانو بیا واکمني یوه له دغو پېښو ده. پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته تر سلو زرو ډېر افغانان د تخلیې عملیاتو په ترڅ کې له دغه هیواد څخه وایستل شول. زرګونه نور بیا ګاونډیو هیوادونو ته مخه وکړه. که څه هم د کابل تر سقوط مخکې جګړو سلګونه زره افغانان بې ځایه کړي وو، خو ځینو هیوادونو د افغان کډوالو اخراج ته ادامه ورکړه. د افغان کډوالو د نویو څپو د مخنیوي لپاره ترکیې له ایران سره پر پوله د خنډونو جوړولو کار پیل کړ. اروپا کې بیا یونان د مهاجرو لپاره تړلي کمپونه جوړ کړل. دغه راز د پولنډ او بېلاروس پر پوله زرګونه مهاجر بند پاتې شول. سږ کال انګلیس کانال کې هم د کښتۍ ډوبېدو پېښې له امله ۲۷ کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړل.
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميسارۍ د پولنډ او بېلاروس پر حکومتونو ږغ کړی دی چي پر پوله دي د مهاجرو سره عاجلي مرستي وکړي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې پرون سه شنبه وویل پولنډ او بېلاروس یې کارکوونکو ته د دواړو هیوادونو ترمنځ سرحدي سیمو ته د لاسرسي اجازه نه ده ورکړې. اروپایي هیوادونه بېلاروس پر دې تورنوي چې له تېر اوړي راهیسې یې اروپا ته د زرګونو مهاجرو د راتګ زمینه برابره کړې ده.
په زرگونو هغه مهاجر چې د بیلاروس او پولنډ له لارې تیر شوي او آلمان ته رسېدلي له نا څرګند برخلیک سره مخامخ دي او د ډیرو لپاره دا د يو خورا سخت سفر د پای معنی لري.
د پولنډ هيواد د اروپايي اتحاديې د کميسيون هغه وړانديزونه رد کړي دي، چي د بېلاروس پر سرحد د مهاجرت د بحران په هکله يې ورته کړي ول.
د آلمان سرپرسته صدراعظمه انګلا مېرکل د پولنډ د لومړي وزير ماتيوښ موراويڅکي سره په برلين کي ملاقات کوي. هغوی به د پولنډ او بېلاروس د پولې پر بحران خبري وکړي.
د بشري حقونو د څار سازمان د پولنډ او بېلاروس پر پوله د مهاجرو د بد وضعیت په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره، دواړه هیوادونه يي د بشري حقونه پر جدي نقص تورن کړي دي.
د تېرې چهارشنبې په شپه د پولنډ او بېلاروس پر پوله د یو یو کلن سوریایی ماشوم مړی موندل شوی دی. له دې سره پر دغه پوله د مړو شمېر لږ تر لږه ۱۲ کسانو ته رسېږي.
په آلمان کي د اوکراين هيواد سفير بېره څرګنده کړې چي له بېلاروس او پولنډ پولي څخه ښايي مهاجر اوکراين ته ولېږدول سي.