فرانسه: سلګونه مهاجر د کالې له یو کمپ څخه وایستل شول
فرانسوي ځواکونو نن سه شنبه کالې ښار کې د مهاجرو هغه کمپ وتاړه چې ۷۰۰ تر ۸۰۰ کسان پکې اوسېدل. دغه کسان د مهاجرو د هرکلي مرکزونو ته انتقال شوي دي. په ورته مهال سازمانونه وایي چې داسې عملیاتونه هېڅ ګټه نه لري.