یونان: له پولیسو څخه د تېښتې پر مهال یو مهاجر او یو قاچاق وړونکي وژل شوي
د یونان په شمالي سیمه کې د تېرې شنبې په ورځ دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د لومړنیو معلوماتو له مخې، وژل شویو کې یو مهاجر او یو قاچاق وړونکی دي چې دواړه یې د پاکستان تابعیت لري. په دغه موټر کې ۱۲ تنه نور هم سپاره ول چې ټپیان شوي دي.