آلمان پر يونان او ترکيې غږ کړی چې د کډوالو پر سره له شخړو لاس واخلي
د آلمان د باندنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک ترکيې او يونان ته د خپل سفر له پېلولو مخکي پر دغو هیوادونو غږ کړی چې د کډوالۍ د مسلې په اړه له تورونو لګولو او شخړو لاس واخلي.
د آلمان د باندنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک ترکيې او يونان ته د خپل سفر له پېلولو مخکي پر دغو هیوادونو غږ کړی چې د کډوالۍ د مسلې په اړه له تورونو لګولو او شخړو لاس واخلي.
ترکېې پر يونان تور پورې کړی چې د مهاجرو یوه کښتۍ يې له خپلو اوبو څخه د ترکېې د اوبو پر لور شړلې ده. په انقره کې د ترکېې دفاع وزارت وېلي دي چې دغه پيښه د يکشنبې په ورځ رودِس ټاپو ته نژدې رامنځ ته شوې ده.
له کلونو راهيسي پر يونان تور لګول کيږي چي په ناقانونه توګه مهاجر بېرته د ترکيې پر لور پر شا تمبوي. خو يونان هميشه دغه تورونه په سخته رد کړي دي. اوس يوې کوردۍ ليکوالې هم پر یوناني چارواکو ورته تور لګولی دی.
د يونان لومړي وزير تور لګولی دی چي په آژه سمندر کي د بعضو مرستندويه غير دولتي سازمانونو او انساني قاچاق وړونکو تر منځ همکارۍ وجود لري.
د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان پرو ازول د اروپايي اتحاديې له سرمشريزي مخکې پر دغه اتحاديه ږغ کړی دی چې د پخوا په شان دي د ترکيې سره د مهاجرت په تړاو نوی تړون نه کوي.
د کډوالۍ د ملاتړ اته سازمانونه د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۱۸، په یو سرخلاصی لیک کې ویلي چې اروپايي اتحادیه د کډوالو پر وړاندې د خپلو پولو د تړلو له سیاست څخه کار اخلي. یاد سازمانونه له اروپايي ټولنې غواړي چې پر خپلو دغو سیاستونو له سره کتنه وکړي.
قاچاقبران يو ځل بيا په دې بريالي شول چې له ترکيې څخه مهاجر قبرس ته چې د اروپايي اتحاديې غړی هيواد دی ورسوي. دا دريمه ډله مهاجر دي چې د تيرو څو ورځو په جريان کې قبرس ته رسيږي.
آلمان په تيرو څلورو کلونو کې له ترکيې څخه د اروپايي ټولنې او ترکيې تر منځ د مهاجرت تړون پر اساس شاوخوا لس زره مهاجر منلي دي. دغه معلومات د يوې آلمانۍ ورځپانۍ د په يو رپوټ کې راغلي دي.
په ۲۰۱۶ م کال کي انقرې او بروکسل داسي یو تړون امضأ کړ، چي پراساس یې باید اروپايي ټولني ته د غیرقانوني مهاجرينو د ورتگ مخنیوی وسي. اوس دواړه اړخونه د هغه له عملي کیدو څخه ناراضه دي. خو صدراعظمه ميرکل غواړي هغه وژغوري.
ترکيې ته د صدراعظمي ميرکل ترسفر لږ مخکي د دغه هيواد خارجه وزير څرگنده کړې ده چي عاجلو خبرو اترو ته اړتيا ده. هغه اروپايي ټولنه، د مهاجرو په هکله تړون څخه په سرغړونه تورنوي.
آیا له ترکیې سره د مهاجرو په تړاو د اروپایي اتحادیې تړون له خطر سره مخامخ دی؟ اردوغان اروپایي اتحادیه د پولو پر پرانیستلو ګواښلې وه او ورځ تر بلې زیات مهاجر په آژې سمندر کې د یونان ټاپوګانو ته رسیږي.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت پر يونان ږغ کړی دی چي د مهاجرت په تړاو اروپايي اتحاديې او ترکيې تړون عملي کولو ته دي ادامه ورکړي.