برتانیا: د زندانونو د څار ادارې د مانش له لارې دوور ښار ته د رسېدونکو مهاجرو د هرکلي پر نامناسبو شرایطو نیوه کړې
د برتانیا د زندانونو د څار ادارې کارکوونکو تېره سپټمبر میاشت دوور ښار کې د تګ هوېن په ګډون له ځینو توقیف خونو څخه کتنه وکړه چې د مانش کانال له لارې برتانیا ته رسېدونکي مهاجر پکې ساتل کېږي. یادې ادارې په خپل راپور کې دغو مرکزونو کې د مهاجرو هرکلي پر خرابو او نامناسبو شرایطو نیوکه کړې ده.