ايټالوي پوليسو د ناقانونه مهاجرت شبکه کشف کړې ده
د ايټاليې چارواکو د سه شنبې په ورځ وويل چې داسي يوه شبکه يې کشف کړېده چې په ناقانونه مهاجرت کې ښکېله ده.
د ايټاليې چارواکو د سه شنبې په ورځ وويل چې داسي يوه شبکه يې کشف کړېده چې په ناقانونه مهاجرت کې ښکېله ده.
برېتانیا وایي سر له راتلونکې مني به مجرم او متخلف کډوال باید داسې ځېرک ساعتونه په لاس کړي چې د څېرې د پېژندنې امکان برابروي. د دغه هېواد د کورنیو چارو او عدلیې وزارتونه وایي چې دغه بندیز پر پناه غوښتونکو نه عملي کېږي، خو سازمانونه خبرداری ورکوي چې یاده تکنالوژي له بشري حقونو څخه د سرغړونې لامل ګرځېدلی شي.
د هغو ارقامو له مخي چي په دا وروستیو کي خپاره سوي، په آلمان کي هره ورځ پر پناه غوښتونکو تقریباً دوه بریدونه ترسره کیږي. د دغه هیواد د احصایې ادارې د ۲۰۲۲م کال په لومړۍ نیمايي کي پر مهاجرو مجموعاً ۴۲۴ بریدونه ثبت کړي دي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وایي چې له دغه هېواد څخه د اخراج شویو «مجرمو بهرنیانو» په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. نوموړی زیاتوي چې دوی په پام کې لري چې د نوي اداري کال په پیل کې به پارلمان ته د مجرمو بهرنیانو د ایستلو په هکله یوه نوې مسوده وړاندې کړي. کارپوهان بیا د نوموړي ویناوې غیر واقعي او سیاسي بولي.
د يونان په شمال کي د مهاجرو ډلو يو پر بل بريدونه کړي دي چي په ترڅ کي يې يو پاکستانی وژل شوی دی.
د فرانسې پلازمېنه پاریس کې تېره دوشنبه ۷ کسان د پولیسو له خوا ونیول شول. دوی په دې تورن دي چې د نشه یي توکو قاچاق یې کاوه او کم عمره مهاجر یې د نشه یې توکو په استعمال سره غلا کولو ته هڅول.
پوليسو د آلمان په نارد راين ويستفالن ايالت په بيلو مهاجر کمپونو کي تلاښۍ وکړې. دغه تلاښۍ د يو قتل په تناظر کي تر سره سوي دي.
په افغانستان کې دعدليي وزارت نن د مارچ ۳۰ مه چې له انساني قاچاق سره د مبارزې نړیواله ورځ ده، وویل چې د انساني قاچاق او کډالو د قاچاق لسګونه شبکې پیژندل شوي او د افغانستان په عدلي او قضايي ادارو کې يي دوسیې تر کار لاندې دي.
د تېرې اپریل میاشتې پر ۳۰مه د فرانسې پلازمېنه پاریس کې ۶ کسان د کم سنه خو متخلفو مهاجرو د استثمارولو په تور ونیول شول. دوی هغه بې سرپرسته مهاجر استثمارول چې له مغرب څخه فرانسې ته راغلي وو.
اداري توقیف ځای، د انتظار زون... فرانسه کې د بې سنده بهرنیانو د ازادیو د سلب ځایونه کوم دي؟ کډوال نیوز د دغو ځایونو لېست جوړ کړی. بې سنده بهرنیان په کومو حالاتو کې په کومو ځایونو کې ساتل کېږي؟ څومره وخت به یې هلته تېروي؟ حقونه یې څه دي؟
په فرانسه کې ایا له ناقانونه کډوالو سره مرسته کول خطر لري که نه؟ د فرانسې قانون په دې اړه څه وایي؟ کډوال نیوز معلومات ورکوي.
د يوې څېړنې پر اساس د آلمان په ختيځو ايالتونو کې پناه غوښتونکي د لويديځو ايالتونو په پرتله زيات د کرکې انگیزه لرونکو جرمونو هدف گرځي. کارپوهان په دې هکله يوه تيوري لري، چې ولې داسې ده.