افغانستان: «له تیرو ۲۰ کلونو کې راهیسې د کډوالۍ ستر لامل طالبان دي»
د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په تیرو ۲۰ کلونو کې د افغانانو د کډوالۍ، بې ځایه کیدنې او نورو ناخوالو اصلي لامل طالبان بولي. یاد وزارت وايي چې په نړۍ کې له ۶ میلیونو څخه ډیر افغان کډوال میشت دي.