د فرانسې د خبریالانو ملي سندیکا له دولته غواړي چې له افغان خبریالانو سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي
په فرانسه کې د خبریالانو ملي سندیکا (SNJ) وايي چې د طالبانو له واکمنۍ ۱۴ میاشتې وروسته، لاهم افغان خبریالان، هنرمندان او د مدني ټولنې فعالان په کور دننه او ګاونډیو هیوادنو کې له سخت وضعیت سره مخامخ دي. دغه سندیکا له دولت څخه غوښتي چې د افغان خبریالانو د تخليي په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.