ترکیه او سوریه کې له زلزلې وروسته یونان پر خپله پوله امنیتي تدابیر ډېروي
یوناني چارواکي وایي چې په ترکیه او سوریه کې له زلزلې وروسته د کډوالو د احتمالي څپې د مخنیوي لپاره پر خپله پوله امنیتي تدابیر ډېروي. د یونان د کډوالۍ وزیر ویلي دي چې له ترکیې سره پر پوله د دېوال د جوړېدو کار روان دی.