د یونان په نیا کاوالا کمپ کې مهاجر خوړو ته لاسرسی نه لري
تېره چهارشنبه د اکټوبر میاشتې ۱۳مه نیا کاوالا کمپ کې سلګونو مهاجرو د یونان حکومت د هغه نوي پروتوکول پر وړاندې لاریون وکړ چې له مخې به یې نور کډوالو ته خواړه نه ورکول کېږي. په ورته مهال عیني شاهدان کډوال نیوز ته وایي چې د کمپ له ۱۲۰۰ اوسېدونکو څخه نیمایي یې خوړو ته لاسرسی نه لري.