تر ۳ زرو ډېر افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، له دې ډلې یوشمېر یې د مرستو په موخه د کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپيژندل شوي دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، له دې ډلې یوشمېر یې د مرستو په موخه د کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپيژندل شوي دي.
په پاکستان او ایران کې سلګونه افغان اتباع د آلمان ویزو ته په تمه دي. ایا دغو کسانو ته به د آلمان د ویزې پروګرام بیا پیل شي؟
د سرچينو په حواله، د جو بایدن حکومت د پلان له مخې، په لسونو زره افغانان چې د طالبانو له لاسه امریکا متحده ایالاتو ته تللي، کولی شي لا هم په دغه هیواد کې پاتې شي او کار وکړي.
تېر کال په آلمان کې تقريبا ۱،۱۴ مليونه د محافظت غوښتونکي ثبت شول چې دا يو نوی عروج دی. په دغه شمېر کې ۲۸۶ زره افغانان هم شامل دي.
د برېتانیا حکومت پرون سه شنبه اعلان وکړ چې زرګونه افغان کډوال چې د کورنیو چارو وزارت له خوا په هوټلونو کې ځای پر ځای شوي دي دایمي کورونو ته لېږدول کېږي. په ورته مهال د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونه د حکومت د نوي پلان په اړه اندېښنه ښيي او وایي چې ښایي ځینې کډوال بې سرپناه پاتې شي.
د ډنمارک د کډوالۍ ادارې پرون دوشنبه وویل چې افغان نجونو او ښځو ته به «په سیستماتیک ډول» پناه ورکوي. دوی دغه پرېکړه وروسته له هغه کړې چې په افغانستان کې طالبانو پر مېرمنو بېلابېل بندیزونه لګولي او د افغان ښځو او نجونو ازادۍ محدودې کړې دي.
د فرانسې د کډوالو او بې تابعیته وګړو اداره یا اوفپرا وایي چې تېر کال تر ۱۳۰ زرو ډېرو کسانو په فرانسه کې د پناه غوښتنه کړې ده چې افغانان یې زیاتره برخه جوړوي. ویل کېږي چې په ۲۰۲۲ کې د پناه غوښتونکو شمېر یو ځل بیا د کورونا وبا تر خپرېدو مخکې کچې ته رسېدلی دی.
د ګارډین ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې راغلي دي چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې څه باندې ۲۵۰ زره افغان کډوالو پاکستان ته پناه وړې ده. خو ډېری دغه کسان پاکستان کې د اخراج او یا زنداني کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د رامفورم هایپریون شرکت یوې کښتۍ د تېرې یکشنبې په ورځ د مالتا او یونان ترمنځ اوبو کې هغه ۸۹ افغان کډوال ژغورلي دي چې له تېرو څو ورځو راهیسې په سمندر کې بند پاتې وو.
د افغان مهاجرو لپاره يو له تر ټولو مهمو هدفونو څخه د پاکستان هيواد دی. خو د دغه هيواد سخت قوانين او بې وزلي د مهاجرو لپاره لويي ننګونې دي.
د پاکستان هغه اعلان چې په دغه هيواد کې مېشت بې ويزې بهرنيان به له هيواده وباسي، ډېر افغانان اندېښمن کړي دي. په پاکستان کي اوس هم په زرونو افغانان بې اسناده يا بې وېزې ژوند کوي.
د بشري حقونو مدافعينو د ترکیې او ايران پر سرحدي چارواکو تور لګولی دی چې په تېر کال کې یې نږدې ۱۴ افغان کډوال وژلي دي. همدا راز پر دغو هيوادونو د مهاجرو په غير قانوني توګه اخراجولو تورونه هم لګول شوي دي.