پخوانی محلي پولیس: «د طالبانو له راتګ سره مې ژوند له وېرو ډک دی»
افغانستان کې د طالبانو بېرته واکمنۍ زیات شمېر خلک له ګواښونو سره مخ کړي دي. د دغو افغانانو په ډله کې پخواني پوځیان او محلي پولیس هم دي. احمد خان* چې تېر نظام کې یې له طالب وسله والو سره جګړه کړې ده او اوس له پټ هویت سره د ژوند شپې ورځې سبا کوي، د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.